لبنان کې د اسراییلو په بریدونو کې د حزب الله د لوړپوړو جنګیالیو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی

یوې امنیتي سرچینې ویلي، د پنجشنبې په ورځ په لبنان کې د حماس سره د متحدې ډلې د یوه قوماندان په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې، اسراییل په پرله پسې ډول د جماعت الاسلامیه ډلې جنګیالي په نښه کړي، چې وسله‌والې څانګې یې له تېرو نهو میاشتو راهیسې د فلسطینیانو په ملاتړ د لبنان له سوېلي سیمو څخه پر اسراییل بریدونه پیل کړي دي.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې ویلي، د جمایجمه سوېلي کلي ته څېرمه پر یوه کور د اسراییل په برید کې درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
حزب الله ویلي، چې په وژل شویو کې د علي جعفر معتوق په ګډون د دوی دوه غړي هم شامل دي.
د اسراییل پوځ تایید کړه، چې د دوی هوايي ځواک علي جعفر معتوق د "جمایجمه په سیمه کې د حزب الله په یوه پوځي مرکز کې" په برید کې له منځه وړی دی.