د یوې څېړنې موندنې: په افغانستان کې هغه پلرونه چې لوڼې لري پر جنسیتي برابرۍ ډېر باوري دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸

د ماساچوسټ امهرسټ پوهنتون د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه پلرونه چې لومړی اولاد یې لور وي په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو په برخه کې ډېره ژمنتیا لري.
څیړنه افغان نارینه وو ته مشوره ورکوي چې په افغانستان کې د ریښتیني بدلون لپاره د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

دغه څېړنه چې د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۷ مه نېټه، واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د درېيمې کليزې په مناسبت خپره شوه، د امريکا د ماساچوسټ امهرسټ پوهنتون د «د بشري امنيت د لابراتوار» د څېړونکو له خوا ترسره شوې ده.
په دې څېړنه کې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته نسبتاً اوږده موده تر پوښښ لاندې راولي، د ۲۶۰۰۰ ناڅاپي کسانو ځوابونه ارزول شوي او تحلیل شوي دي.
دغه پوهنتون د څیړنې د پایلو په اړه په یوه خبر کې لیکلي: «په داسې حال کې چې په دې جګړه ځپلي هیواد کې د ښځو د بشري حقونو پراخ ملاتړ شته، د افغانانو په منځ کې د پیغلو لوڼو پلرونه د ملي لومړیتوب په توګه د ښځو حقونو ته زیات ژمن دي.»
د دغې څېړنې د موندنو له مخې، له یو څخه تر پنځو پورې دغو پلرونو د نارینه او ښځو د برابرۍ په برخه کې تر ټولو زیاتې نمرې ورکړې او تر نورو ډېرو یې له دې خبرې سره خپله موافقه ښودلې ده: «زه باور لرم چې د بشری حقونو لاسته راوړنې ښځې د هیواد د راتلونکي لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.»
د طالبانو په راتګ سره په ښوونیزو او ټولنیزو بنسټونو کې د نجونو پر وړاندې د محرومیت او بنسټیز تبعیض حالت رامنځته شوی. د سیاسي علومو پروفیسور او د بشري امنیت د لابراتوار مشر چارلي کارپینټر چې د څیړنې د اصلي څیړونکي په توګه یې دنده ترسره کړې، وايي چې د ښځو حقونو ته پاملرنه لومړی ګام دی.
هغه زیاته کړه: «نارینه هم باید د خپلو میرمنو او لوڼو په استازیتوب یو څه وکړي چې په ریښتیني ډول د دوی په ژوند کې بدلون راولي.»
دغه څېړنه چې د پلس ون په مجله کې خپره شوې وايي، کله چې نارینه ګډونوال چې لومړی ماشوم یې نجلۍ وي، د خپل ماشوم د جنسیت په اړه د فکر کولو فرصت ورکړل شو، دوی د ښځو حقونو ته د لومړیتوب ورکولو پلوي کوله.
د مطالعې لیکوالانو سپارښتنه کړې چې د بشري حقونو ډلې داسې نوښتونه پلي کړي چې نارینه د خپلو لوڼو په اړه فکر کولو او ملاتړ ته وهڅوي.

نور خبرونه

رادیو