طالبان: له دوه زره ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه افغان کډوال د دوه ګاونډیو هېوادونو څخه د ابریښم پله، اسلام کلا او تورخم له لارې راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چهار شنبې په ورځ دوه زره ۲۴۳ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د ابریښم پله، د هرات د اسلام کلا او د ننګرهار د تورخم له لارې له ایران او پاکستانه راستانه کړل شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه دی د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې د پاکستانه له لوري په زور راستنې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، (۱۰۱۹) تنه د هرات ولایت د اسلام کلا او (۱۱۹۳ تنه) د نیمروز ولایت د ابریښم پله له لارې له ایرانه راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تازه راستانه کړل شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
دغه افغان کډوال په داسې مهال بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي، چې تېره اونۍ پاکستان اعلان وکړ چې په پاکستان کې د کارټ لرونکو مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده یې د یو بل کال لپاره وغوځوله.
پر همدغه مهال د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام سره په کتنه کې د طالبانو، پاکستان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو اړوند ادارو تر منځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی و او د یوې ځانګړې جرګه‌ګۍ وړاندیز یې هم کړی و.

نور خبرونه

رادیو