د ښځو کرېکټ اسیا جام سبا په سریلانکا کې پیلېږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸

د سریلانکا په کوربتوب د کرېکټ نړیوالې شورا د روان کال د ښځو شل اوره جام سبا پیلېږي.

په دې جام کې د بنګلدېش، هند، پاکستان، سریلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات د ښځو ملي لوبډلې برخه لري.

د ښځو نړیوال جام کې سبا د پاکستان او هند لوبډله سره لوبېږي.

افغانستان د ۲۰۱۰ کال کې د ښځو کرېکټ لوبدله جوړه کړه، د طالبانو واکمنېدو سره یې دا لوبډله هم ختمه او غړې یې کډوالې شوې.

د دې لوبډلې ځینې غړو د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې د کرېکټ له نړیوالې شورا وغوښتل چې د افغانستان لپاره د کډوالو لوبډله جوړه کړي.

د دې لوبغاړو د غوښتنې په ځواب کې ای سي سي کوم غبرګون نه دی رسنیز شوی.

اسیا جام

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره اسيا جام سيالۍ به د رواني جولای مياشتې پر ۱۹ نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

د دې جام سيالۍ پر دوو ګروپونو ويشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې « بنګلدېش، هند، پاکستان او سريلانکا» سره لوبېږي.

په دوهم ګروپ کې « ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارت» یو د بل په وړاندي لوبيږي.

په دې جام کې ټولې ۱۵ سيالۍ تر سره کيږي او د روانې جولای میاشتې پر ۲۸ پای ته رسېږي.

نور خبرونه

رادیو