د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډله اسیا جام کې د لوبېدو لپاره سریلانکا ته لاړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/b0a57c69b536c32cba1e8549d45c82738b3d6018-4096x2730.jpg?rect=0,213,4096,2304&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
پاکستان کرېکټ بورډ ويلی، چې د دغه هېواد د ښځو کرېکټ لوبډله په اسيا جام سياليو کې د لوبېدو لپاره سريلانکا ته لاړه. د ندا ډار په لوبډلمشرۍ د پاکستان ښځو کرېکټ لوبډله په دې سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له هندۍ لوبډلې سره کوي.
د کرېکټ نړیوالي شورا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره اسيا جام نهم پړاو د سريلانکا په کوربتوب د راتلوونکې جمعې په ورځ پيلږي.
په دې سياليو کې ۸ لوبډلې « بنګلدېش، هند، پاکستان، سریلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات» برخه لري.
د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره اسيا جام سيالۍ به د رواني جولای مياشتې پر ۱۹ نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.
دوه ګروپه سیالۍ
![د پاکستان کريکټ لوبډلې لوبغاړې](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3d30a52065c087c35fec37aef3034c253bf37e51-4096x2731.jpg?rect=0,214,4096,2304&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د دې جام سيالۍ پر دوو ګروپونو ويشل شوې دي.
په لومړي ګروپ کې به « بنګلدېش، هند، پاکستان او سريلانکا» سره لوبېږي.
په دوهم ګروپ کې به « ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارت» یو د بل په وړاندي ولوبيږي.
په دې جام کې ټولې ۱۵ سيالۍ تر سره کيږي.
![د پاکستان ښځو کرېکټ لوبغاړي اسيا جام سياليو کې د ګډون لپاره سريلانکا ته لاړه](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/2c73e0037499fcee559cfd8cb5c4c2abcafa3da0-4096x2730.jpg?rect=0,213,4096,2304&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د سريلانکا کرېکټ بورډ هم پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان او هند ښځينه لوبډلو ته ښه راغلاست ویلی دی.