د طالبانو کډوالو وزارت: له زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۷

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو زر او ۴۰۸ تنه کډوال له ایران او پاکستانه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.
دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه د (چنګاښ ۲۷مه) په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۳۹۱ او د هرات اسلام کلا بندر له لارې ۸۲۷ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.
همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ کې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۷ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې او اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.
دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.
دغه کډوال په داسې حال کې د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

نور خبرونه

رادیو