د دوبۍ شهزادګۍ د ټولنیزې شبکې له لارې خپل مېړه ته طلاق ورکړ

د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر شیخ محمد بن راشد المکتوم لور شهزادګۍ مهره د انسټاګرام ټولنیزې شبکې له لارې خپل مېړه ته طلاق ورکړ. دا په عربي اماراتو کې یوه نادره پېښه ده، چې مېرمن خاوند ته طلاق ورکوي.

شهزادګۍ مهره د تېر کال په اپریل میاشت کې له سوداګر شیخ مانع بن محمد بن راشد بن مانع المکتوم سره واده وکړ او د روان کال په می میاشت کې یې لور وزېږېده.

مهره د انسټاګرام ټولنیزې شبکې له لارې خپل مېړه ته په خطاب کې لیکلي: «کله چې ته له نورو سره بوخت یې، زه خپل طلاق اعلانوم، زه تاته طلاق درکوم، زه تاته طلاق درکوم او زه تاته طلاق درکوم. په ځان پام کوه، ستا پخوانۍ مېرمنه.»

له دې سره شهزادګۍ له خپل مېړه سره خپل ټول انځورونه له انسټاګرام ټولنیزې شبکې څخه پاک کړي دي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي، چې مهره او د هغې مېړه یو بل په انسټاګرام کې انفالو کړي هم دي.

اسلام د طلاق ورکولو حق مېړه ته ورکړی او ښځه یوازې د خله اخیستلو حق لري.

دا خبره د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو هم کړې، چې طلاق د مېړه له خوا ورکول کیږي او ښځه یوازې خله اخیستلی شي.