د طالبانو د کډوالو وزارت: سلګونه افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړای شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۶

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال د ابرېښم پله، سپین بولدک او تورخم له لارو له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ شل کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۹ تنو ته رسېږي د ننګرهار د تورخم او ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۵ تنو ته رسېږي د کندهار د سپین بولدک له لارې په زور د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوشنبې په ورځ ۴۳۲ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د ابرېښم پله له لارې له ایرانه راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې دغه کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کدوالۍ سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې تېره اونۍ د پاکستان حکومت د یو نیم مېلیون افغان کډوالو د اوسېدو موده د یو بل کال لپاره وغځوله.

نور خبرونه

رادیو