د طالبانو کډوالو وزارت: له یونیم زر ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو زر او ۶۱۴ کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال تېره ورځ افغانستان ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۴مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او هرات اسلام کلا بندر له لارې ۱۴۳۰ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ کې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.

دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (جولای تر درېیمې نېټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۳۷۴۲۷ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

په دغه راپور کې راغلي، د جون له ۲۱مې نېټې څخه د جولای تر درېیمې نیټې پورې له ۱۶۴۴۶ افغانانو له ډلې ۷۳۴۵یې نارینه، ۴۷۳۲ یې ښځې او ۴۳۶۹ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

دغه کډوال په داسې حال د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

نور خبرونه

رادیو