د بښنې نړېوال سازمان له طالبانو غواړي چې د ښځو له ځورولو لاس واخلي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3e0d95a0208b87056fe5b17cb5a093f5bd056679-1080x1350.jpg?rect=0,595,1080,608&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د جسمي سزاګانو، ناقانونه وژنو، خپلسري نیولو، جنسيتي ځورونې او د ښځو د زدهکړو بندیز د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان وايي، طالبان باید د بشري حقونو درناوی وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان د شنبې په ورځ د (چنګاښ۲۳مه) پهخپله اېکس پاڼه د طالبانو له خوا د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه لیکلي، چې «نړۍ هرڅه ویني».
دغه سازمان له دې څخه یوه ورځ وړاندې هم ویلي وو، چې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۵۰ زره کسانو د یو غوښتنلیک په لاسلیکولو سره له طالبانو یې غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې.