طالبان: نږدې دوه زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۴

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د سپین بولدک، تورخم او ورېښمو پله له لارې یو زر او۹۵۴ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او زور راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې تېره له دوه ګاونډیو هېوادونو څخه یو زر او۹۵۴ تنه افغان کډوال راستانه شول.

دغه وزارت وايي، تېره ورځ ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۳ تنه وو د ننګرهار تورخم له لارې او ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۲ تنه وو، د کندهار سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې کړل شوې.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۵۶۹ تنه افغان کډوال د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شول.

طالبان وايي، تازه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په مخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړېوال پروګرام دفترونو ته ورپيژندلي دي.

تېره ورځ د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي و، چې د (چنګاښ له ۱۹می تر ۲۲مې) د نیمروز ولایت د وریښمو پله، د هرات ولایت د اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک، او د ننګرهار د تورخم له لارې ۹۷۳۰ تنه کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه څخه راستانه شوي دي.

دغه کډوال په داسې حال د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې درې ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

نور خبرونه

رادیو