طالبان: په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ لپاره باید یوه ګډه کمېته جوړه شي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د يوې ګډې کمېټې د جوړولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شکیب دغه وړاندیز د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام سره په کتنه کې وکړ.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) خپره شوه، سردار احمد شکېب د طالبانو، پاکستان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتيا او اهميت ټينګار وکړ.

ښاغلي شکیب وویل، چې دا ډله افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه د راستنیدو غوښتونکې ده. همدا راز، سردار احمد شکیب وویل، چې امنیتي مسایل او سیاسي اړیکې نه باید له افغان کډوالو سره وتړل شي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې زیات شمېر افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په مني کې په رسمي ډول د بې اسنادو افغانانو د اېستلو لومړی پړاو پیل کړ. د رسمي شمېرو له مخې په دې پړاو کې ۵۴۱زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

د طالب چارواکو د رسمي اعلامیو له مخې، د افغان کډوالو د اېستلو د پروسې په دویم پړاو کې به ۸۰۰زره بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شي.

نور خبرونه

رادیو