د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو ۲۴مه غونډه او د دوی خپلمنځي لانجې

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د شانګھای د همکارۍ سازمان د مشرانو ۲۴مه غونډه د جولای په څلورمه د قزاقستانپه استانه ښار کې پای ته ورسېده. د استانې اعلان په نوم په ګډ بیان کې د شپاړسو هیوادونو د مشرانو او استازو ګډې پرېکړې په ګوته شوې دي.

د دې بیان په مهمو ټکو کې په نړۍ کې د سولې، مصونیت او ثبات تامین، د برابرۍ او په د موکراتیک اساس د یوه نوي او کثیرالقطبي سیاسي او اقتصادي نړیوال نظم د تشکیل ذکر شامل دی.

ګډ بیان کې د هیوادونو د ارضي تمامیت، په داخلي چارو کې د لاس وهنې او د زوګیری نه د ډډه کولو په اړین والي ټینګار شوی دی.

د دې سره د شانګھای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې یو شمېر برنامې او پروګرامونه هم تصویب شول.

په دې کې د ۲۰۲۵ نه تر ۲۰۲۷کلونو کې د افراطګرۍ، ترهګرۍ او د تجزیه خوښونې په ضد مبارزه کې د همکارۍ پروګرام، د انرجۍ په ساحه کې تر ۲۰۳۰ پورې د همکارۍ پروګرام او تر ۲۰۳۰ پورې د اقتصادي ودې د ستراتیژۍ د منصوبې پروګرامونه شامل دي.

د مشرانو غونډې په سازمان کې بیلاروس ته د غړيتوب ورکولو تصمیم هم په اتفاق د نظر تصویب کړ.

د مشرانو د غونډې کوربه د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايیف د سازمان او د مشرانو د غونډې په اهمیت داسې رڼا واچوله:« د دې سازمان د هیوادونو د نفوسو ګډه شمېره درې میلیارده انسانانو ته رسي، په دې سازمان کې د نړۍ تر ټولو غټ او په ګړندۍ توګه پر مخ تلونکي اقتصاد ګډون لري او دغه اقتصاد د ټولې نړۍ د اقتصاد دریمه برخه تشکیلوي، دا واقیعتونه زمونږ د سازمان پوټنشال او نړیوال نقش په ډاګه کوي.»

د شانګھای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کې د جون د میاشتې په ۱۵مه نېټه د شپږو هېوادونو له خوا د چین په شانګھای کې تاسیس شو، چې په کې قزاقستان، چین، قرغیزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان شامل وو.

د دې نه وروسته دغه سازمان په تدریج سره پراختیا پيدا کړه او څلور نور هېوادونه لکه: هند، پاکستان، ایران او بیلاروس ګډون وکړ، په دې سره د سازمان د اصلي غړو شمېره لسو ته ورسیده، د دې ترڅنګ منګولیا او افغانستان په کې د ابزرور یا د مشاهدینو حیثیت لري.

د دې تر څنګ څوارلس نور هیوادونه د دې سازمان سره د ډایالوګ د شریکوالو په حیث ارتباط لري.

د استانا په غونډه کې منګولیا ګډون درلود؛ خو افغانستان ته (د طالبانو امارت ته د مشروعیت نه لرلو له امله) بلنه نه وه ورکړل شوې.

دا سازمان اوس نه یوازي د یوریشیا «د اروپا او د اسیا تقرب لرونکې سیمه» کط تر ټولو مهم ستراتیژک، سیاسي او اقتصادي همکارۍ سازمان دی؛ ولې په لږ وخت کې یې ستر نړیوال اهمیت هم تر لاسه کړی دی؛ ځکه چې دغه ستراتیژیکه جغرافیه د اسیا او اروپا د وچو تر مینځ د پل حیثیت لري.

په دې سیمه کې د انرژۍ غټې زېرمي خوندي دي، په دې سازمان کې د روس او د چین غوندې ابر قدرتونه او د هند په څېر زیات نفوس او غټ اقتصاد لرونکي هېوادونه هم موجود دي.

په داسې وخت کې، چې په نړۍ کې سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک کې د بدلونو او ګزار مرحلې لیدل کیږي او د اسیا د سترې وچې اهمیت او قدرت مخ په زیاتېدو دی، د شانګھای همکارۍ سازمان د اسیا د وچې د محور حیثیت لري.

په طبعي توګه چین د غړو هېوادونو سره په اقتصادي همکارۍ کې تر ټولو وړاندې دی، په دې وخت کې چین نه یوازې د مرکزي اسیا د هېوادونو تر ټولو غټ تجارتي شریکوال دی؛ خو ورسره د نورو غړو هېوادونو سره هم د پام وړ اقتصادي اړیکې لري.

په سازمان کې غړیتوب لرونکي هېوادونه په پرله پسې توګه خپلو منځونو کې سیاسي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکوی، چې په دې برسیره هغوی د تروریزم په ضد د ګډې مبارزې ژمنې هم کوي او تر اوسه د دغه سازمان په هره غونډه کې د تروریزم په ضد د مبارزې په اهمیت ټینګار شوی دی.

د شانګھای همکارۍ سازمان د ستر پوټنشال او اهمیت لرلو سره سرهپه داخل کې مسلې او کړکیچونه هم لري.

په دې مسلو کې د چین او هند تر منځ د لداخ په سېمه کې د ګډې پولې کړکېچ، د هند او پاکستان تر منځ زاړه او ژور اختلافات د یادولو وړ دي.

د چین او هند تر منځ د همالیه په غره يیزه سېمه کې جغرافیايي شخړې پخوانۍ دي او په هند کې د انګلیسي استعمار د وخت څخه د سرحدي پولو په سرتاسري توګه د نه ټاکل کېدلو له کبله دي.

د ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ کلونو کې د لداخ په سېمه کې د هند او چین د پوځي ګزمو تر منځ فزیکي جګړو او د تلفاتو خبرونه خپاره شوي وو، خو دا خبره هم د یادولو وړ ده، چې په پوله د خپل منځي شخړو سره سره د چین او هند تر منځ سوداګرۍ تر اوسه پراختیا موندلې او په ۲۰۲۳ کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه ۱۳۶۰۲ ملیارده ډالره وه؛ خو د هند او چین سیاسي اړیکې د رکود ښکار دي.

د دواړو هېوادونو لوړپوړي دولتي مشران د یو او بل هېواد ته تګ او راتګ نه کوي اوس، چې د راتلونکي کال لپاره د شانګھای همکارۍ سازمان ریاست چین ته وسپارل شو او د سازمان د مشرانو د راتلونکي کال غونډه به په بیجنګ کې کیږي نو پوښتنه دا ده، چې دا حالت به په سازمان کې د هند په فعالیت څه اغېزه کوي؟

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د استانا غونډې ته نه وو ورغلی او د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د خپل هېواد استازولي وکړه.نو ایا په ۲۰۲۵ کې به نریندرا مودي د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیجنګ ته ولاړ شي؟ دا خبره ګرانه ښکاري.

همدا ډول د هند او پاکستان خپل منځي شخړې د دغه سازمان په هره غونډه کې ځان جوتوي، اوس په استانا کې هم هند هڅه وکړه، چې په ګډ اعلان کې د تروریزم په ضد مبارزې په خبره کې د پولو نه وراخوا تروریستي فعالیتونو ذکر هرو مرو وشي،ځکه، چې هند په پاکستان باندې د دغسي فعالیتونو تور لګوي.

په ګډ بیان کې دا یادونه وشوه، چې د ارضي تمامیت احترام کول او د یوه او بل په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې پر خبرې ټينګاو کې هم د هند دلچسپي وه، ځکه دا د کشمیر په مسله کې د پاکستان دریځ ته اشاره ده.

که څه هم د استانه په اعلان کې نیغ په نیغه او په رسمي توګه د افغانستان ذکر نشته؛ خو د ترهګرۍ په يادونه کې د افغانستان وضعت ته غیرمستقیم اشاره موجوده ده.

د کنفرانس په څنډه کې کېدونکي د بېلابيلو مشرانو په دوه اړخیزه خبرو کې ټولو هیوادونو د افغانستان د وضعت د انکشاف په باره کې د نظرونوتبادله کړې ده.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.