فرانسه د افغان ښځینه پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه مني

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳

په فرانسه کې یوې محکمې د یوې تاریخي پرېکړې له مخې ویلي، چې د افغانستان پناه غوښتونکو مېرمنو ته پناه ورکوي.

په «فرانسه کې د پناه غوښتلو د حقونو د ملي محکمې» قاضیان وايي، دغه پرېکړه یې د طالبانو له‌خوا «د مېرمنو د حقونو او د هغوی د ازادۍ» له سلبولو وروسته کړې.

د دغې محکمې په وینا پاڼه کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته له کله نه چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول «د افغان مېرمنو او نجونو بنسټیز حقونه او د هغوی ازاديو ته یې زیان ورساوه ».
دغه محکمه وایي، چې «د افغانستان ټولې ښځې» د یوې ټولنیزې ډلې په توګه پېژني چې کولای شي د پناه غوښتونکو په توګه د دوی له ملاتړه برخمنې شي.
د فرانسې د حقونو ملي محکمه وايي، دوی د هغه حکم پیروي کوي چې (د جنورۍ په ۱۶مه) د اروپايي ټولنې د عدلیې له دیوانه صادر شوی دی.
تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې عدلي دیوان داسې حکم کړی و، چې له مخې یې ټولې هغه مېرمنې چې «په خپل هېواد کې د هغوی د جنسیت له امله د فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخامخېږي»؛ نو کولای شي چې د پناه غوښتلو په اړه غوښتنلیک وړاندې کړي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ژنیو د کنوانسیون له مخې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ټولې کړنې چې هغوی یې له روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو بې برخې کړې، د هغوی پر تګ راتګ یې بندیزونه لګولي او په ټولنیزو چارو کې یې د هغوی مخه نیولې دا ټول هغه څه دي چې «په جدي تبعیض‌» او «د هغوی د ځورولو او کړولو» کې شمېرل کېږي.
د دغې محکمې د حکم له مخې، افغان مېرمنې چې دا مهال د طالبانو له‌خوا د سختو بندیزونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړې شوې، دا مهال کولای شي چې په فرانسه کې د پناه غوښتلو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي او د منلو لپاره زیات چانسونه هم لري.
د «فرانسه د پناه غوښتونکو خاورې» په نامه د یو سازمان مشر ډلفین رویو د دغې پرېکړې د هرکلي تر څنګ هیله مندي وښوده، چې دا چاره به د افغان مېرمنو سره زیاته مرسته وکړي.
په تېرو پنځو کالو کې افغانانو په فرانسه کې د مېشتېدا لپاره د بل هر هېواد څخه ډېر د پناه اخیستو غوښتنې کړې دي.
تر دې وړاندې سویډن او ډنمارک هم ویلي و، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت چلن له امله دوی افغان مېرمنو ته پناه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو