شنبه‌های ارغواني غورځنګ: م.م دې پر طالبانو فشار راوړي، چې د امربالمعروف اداره ړنګه کړي

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، چې د طالبانو امربالمعروف نږدې درې کاله د بشري حقونو ضد او د بنسټیزو ازادیو ترټولو سرغړوونکې اداره وه. دغه غورځنګ وایي، دغې ادارې د شریعت د تطبیق په نامه د خلکو په ځپلو او د هغوی په شخصي ژوند کې د مداخلې لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د دغه غورځنګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبان د مارینا سادات په نوم د یوې ۲۳ کلنې پېغلې په وژنه تورن کړي دي.
خبرپاڼه کې د مارینا د ورور له خولې راغلي، چې نوموړې د طالبانو د امربالمعرړف وزارت د محتسبینو له‌خوا په دشت برچي کې د هغوی د منلو وړ جامو د نه اغستلو په تور نیول شوې وه، چې له ۲۳ ورځو وروسته یې مړی د کابل په پغمان ولسوالۍ کې وموندل شو.
هغه وایي، له هغه وروسته طالبانو یې مور او پلار هم نیولي دي چې له ۱۴۷ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو له بنده د خپلې مور او پلار د خلاصون او د خپلې خور مارینا سره د شوي ظلم په برخه کې د عدالت غوښتونکی دی.
دغه غورځنګ پر یوناما د نیوکې سره ویلي، که څه هم د مارینا سادات ورور دغه موضوع له یوناما سره شریکه کړې وه؛ خو هغو دغه خبره په راپور کې نه وه یاده کړې.
دوی له ملګرو ملتونو، له بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو له څار بنسټه غواړي، چې د مارینا سادات د مور او پلار د سملاسي خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
دوی په افغانستان کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له‌خوا د جنایتونو په برخه کې د یوناما د راپور هرکلی کړی.
دوی له یوناما غواړي، چې په داسې راپورونو کې دې تمرکز یوازې د امربالمعروف په وزارت نه کوي؛ بلکې د طالبانو د حکومت نورې کړنې او جنایتونه دې هم په پام کې ونیسي.
دوی وایي، د امربالمعروف اداره د ځپلو په برخه کې د طالبانو یوه وړه دستګاه ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګري ملتونه له نږدې درېیو کلونو راهیسې د طالبانو د جنایتونه شاهدان دي؛ خو د دې پر ځای چې په دغې ډلې فشار راوړي، دوی ته باج ورکوي او د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره فضا برابروي.
دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دغې ډلې سره دې له تعامله ډډه وکړي، دوی دې نور په واک کې نه ساتي او پر دوی دې فشار راوړي چې د امربالمعروف ځپونکې اداره ړنګه کړي.