اسلام اباد: د لویدیځو هېوادونو له خوا ۴۴ زره منل شوي افغان کډوال په پاکستان کې په تمه دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د لویدیځو هېوادونو له خوا ۴۴ زره منل شوي افغان کډوال په پاکستان کې د لېږدولو په تمه دي.
ددغه وزارت په خبره؛ یاد شمېر کډوال هغه کسان دي پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې مېشت شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ د پنجشنبې په ورځ په اسلام کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ټاکل شوې له یاد شمېر کډوالو څخه ۲۵ زره تنه یې امریکا، ۹ زره تنه یې اسټرالیا، شپږ زره تنه یې کاناډا، درې زره تنه یې المان او زر نور کسان یې برېتانیا ته ولېږدول شي.
مېرمن بلوچ زیاته کړه: «مونږ له دغو هېوادونو غوښتي چې د دې کسانو د وېزو د صادرولو پروسه چټکه کړي تر څو دوی په وخت سره ځای پر ځای شي.»
هغو افغانانو چې د لویدیځو هېوادونو له خوا قبولي تر لاسه کړې ده، په معمول ډول په میاشتو او کلونه په پاکستان کې په تمه پاتې کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر فیلیپو ګراندي سره په کتنه کې ټينګار کړی و، چې له دغه هېواده دې د افغان کډوالو د لېږدولو پروسه ګړندۍ شي.
ښاغلي ګراندي له شهباز شریف څخه وغوښتل، چې په جبري توګه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې بنده کړي.
د پاکستان کابینې دې هېواد ته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر فیلیپو ګراندي له سفر وروسته اعلان وکړ، چې د ۱،۴۵ مېلیونه افغان کډوالو اوسېدل یې په دې هېواد کې د یو بل کال لپاره تمدید کړی دی.
د دې پرېکړې پر بنسټ؛ هغه افغان کډوال چې د «پي او‌ ار» کاروټونه لري کولی شي، چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په دې هېواد کې پاتې شي.
د یادولو ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ وضاحت ورکړ، چې بې اسناده افغانان به له دې هېواد څخه و اېستل شي.

نور خبرونه

رادیو