د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د پاکستان د پنجاب ایالت د سترې محکمې مشره وټاکل شوه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۱

پاکستان کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه قاضۍ د پنجاب سترې محکمې د رییسې په توګه په دنده وګمارل شوه.
عالیه نیلم چې په حقوقي او قضايي برخو کې له دوو لسیزو زیاته تجربه لري، لومړنۍ پاکستانۍ ښځه ده چې د پنجاب د سترې محکمې د مشرې په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۱مه) خپله دنده پیل کړه.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۱مه) راپور ورکړ، چې د سترې محکمې د لوړې مراسم د مریم نواز د پنجاب د اعلی وزیرې او د دغه ایالت د نورو چارواکو په حضور کې ترسره شول.
په دغه مقام د مېرمن عالیې ټاکنه د پاکستان د سترې محکمې د دوو استازیو او د دغه هېواد د قانون د وزیر د هلو ځلو په دوام کې شوې ده.
قاضۍ نیلم په ۱۹۹۵ کال کې د پنجاب له پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې فارغه شوې او وروسته یې له همدغه پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
عالیه نیلم همدارنګه د اسلام اباد له اسلامي پوهنتون څخه د شرعیاتو په قانون کې او د پنجاب پوهنتون څخه د معنوي مالکیت قانون په برخو کې هم ډیپلومونه ترلاسه کړي دي.
نیلم په ۱۹۹۶ کال کې د پنجاب د وکیلانو په شورا کې د وکیلې په توګه خپل قانوني کار پیل کړ.
نوموړې په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان د سترې محکمې د قضاوت کوونکې قاضۍ په توګه وټاکل شو.
اغلې نیلم د خپل مسلک په اوږدو کې د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره قوي مدافع وه او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قضیو په حلولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

نور خبرونه

رادیو