د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري: له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډول شوې ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۰

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر په پای کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي او د هغوی د (پي او ار) کارټونو موده دې وغځول شي.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي ګرانډي په خپل سفر کې د کډوالو د ستونزو د اوږدمهاله هواري او له پاکستانه د مالي ملاتړ په اړه ټینګار کړی.
هغه ویلي، چې دمګړۍ له پاکستانه د کډوالو د اېستلو چاره درول شوې او یو این اېچ سي ار له اسلام اباده غوښتي چې دغه بهیر دې بیا نه پیلوي.
ښاغلي ګرانډي هیله څرګنده کړې، چې د روان کال په پای کې به له ځینو هېوادونو، بنسټونو او نورو برخو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په چاره کې خبرې اترې وکړي.
پاکستاني او د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر یې د بشري خواخوږۍ له مخې ځنډولی، چې په وینا یې دا مهال افغانستان له خراب اقتصادي او بشري وضعیت سره مخامخ دی.
ګراندي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا د درې مېلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.
د افغان کډوالو د اېستلو د لومړي بهیر په پیل کې پاکستان ویلي و، چې شاوخوا ۴.۴ مېلیونه افغان کډوال دغلته مېشت دي چې له ډلې یې ۱.۷۳ مېلیونه یې قانونی اسناد نه لري.
داسې راپورونه هم شته، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو