ډان ورځپاڼه: د پاکستان فډرالي کابینه به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه غونډه وکړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۰

ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د پاکستان فډرالي کابینه به د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د برخلیک په اړه غونډه وکړي.
یوه حکومتي چارواکي ویلي، ښايي پرېکړه وشي چې د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده شپږ میاشتې یا یو کال نوره هم وغځول شي چې (پي او ار) کارتونه لري.

دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر فیلیپو ګرانډي سره تر کتنې وروسته کېږي.
په هغې کتنه کې چې ښاغلي ګرانډی د پاکستان له لومړي وزیر سره لرله، له هغه یې وغوښتل چې د استوګنې کارت لرونکي کډوال دې له پاکستانه نه اېستل کېږي.
د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي ویلي، چې اوس‌مهال له ۱.۳ مېلیونو ډېر افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو کارتونه لري.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې شهباز شریف له فیلیپو ګرانډي سره په لیدنه کې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) د کار له نشتوالي شکایت وکړ.
ښاغلي شریف ویلي: «په تېرو درېیو کلونو کې له ۷۰ زره افغان مهاجرینو څخه یوازې ۹ زره یې درېیم هېواد ته استول شوي دي.»
د پاکستان لومړی وزیر ویلي، د کډوالو عالي کمېشنرۍ ژمنه کړې وه چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته پاکستان ته راغلي ۷۰ زره افغان کډوال به درېیم هېواد ته ولېږي؛ خو په درېیو کلونو کې یې دا کار نه دی کړی.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) اعلان وکړ، چې فلیپو ګرانډي د خپل درې ورځني سفر په پای کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د اوږدمهاله حل لارو د موندلو او د کوربه هېواد د ملاتړ لپاره د هڅو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو