د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: پر طالبانو له فشار راوړلو نه په شا کېږو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې ناستې پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړه، وړه «له ظلمه ډک» وبلل.

انټونی بلېنکن وویل: «پر طالبانو به نړۍوال فشار ته تر هغې دوام ورکوو، چې د دغې ډلې دغه ځپونکی سیاست چې ټولو افغانانو ته یې زیان اړولی ختم شوی نه وي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) د «ښځو، سولې او د ناټو د امنیت» په نوم جوړې شوې ناستې ته په واشنګټن کې وویل : «موږ د مدني ټولنې او د سولې ملاتړي روزو او هغوی غښتلي کوو، چې وکولای شي په ټولنو کې د سولې او خپلواکو ټولنو په رامنځته کولو او د شخړو په پای ته رسولو کې رغنده ونډه واخلي. په تېره بیا په داسې هېوادونو کې لکه افغانستان کې چې واکمنان یې په بې‌رحمۍ سره د ښځو او نجونو حقونه له هغوی څخه تروړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان نجونو او مېرمنو پر زده‌کړو او کار د لګول شویو بندیزو په اړه وویل: «ښځې او نجونې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو او د خپل هېواد د روښانه راتلونکې لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.»
د ټولو نړۍوالو فشارونو سره، سره طالبانو د ښځو په اړه په خپلو سیاستونو کې چې د بشري حقونو د کارپوهانو له نظره د «جنسیتي اپارتاید» ګڼل کېږي بدلون نه دی راوستی.

نور خبرونه

رادیو