د طالبانو د کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه تر زرو ډېر کسان راستانه شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د (چنګاښ په ۱۹مه) له ایران او پاکستانه یو زرو ۸۰۸ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت په وینا، ۶۲ کورنۍ چې ټولټال ۳۴۲ کسان کېږي د تورخم له لارې راستنې شوې.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، له ایرانه ۴۶۶ کسان بیا د ابرېښم پله له لارې هېواد ته راستانه شول.
دغه کډوال د کډوالو په ریاستونو کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام ته ور وپېژندل شول.
ورته مهال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر په پای کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي او د هغوی د (پي او ار) کارټونو موده دې وغځول شي.
هغه ویلي، چې دمګړۍ له پاکستانه د کډوالو د اېستلو چاره درول شوې او یو این اېچ سي ار له اسلام اباده غوښتي چې دغه بهیر دې بیا نه پیلوي.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د جولای تر ۳مې نیټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۳۷۴۲۷ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو