پاکستان کې یو افغان: لور مې ځانوژنه کړې خو پولیسو د پلټنې په موخه د هغې د بدن غړي ویستي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

په پاکستان کې یوه افغانه کورنۍ ادعا کوي، چې لور یې ځان په دار ځړولی و؛ خو پاکستاني پولیسو د پلټنې په موخه د هغې جسد وړی او د بدن غړي یې ترې ویستي دي.

د یادې نجلۍ پلار وايي، چې پولیس په زور غواړي، په دوی ومني چې د دغې کورنۍ له خوا وژل شوې ده.
اتلس کلنې فرېدې درې ورځې وړاندې د پاکستان په اېبټ اباد کې خپل ځان په دار ځړولی دی.

د فرېدې پلار محمد شاه له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل؛ تر هغه وروسته چې د پېښې په اړه پاکستاني پولیس خبر شول، د دوی په کور یې چاپه ووهله او د لور مړی یې د څېړنو لپاره روغتون ته انتقال کړ.
د نوموړي په خبره؛ پولیسو تر څېړنو وروسته د فرېدې جسد په داسې حال کې دوی ته سپارلی، چې بدن یې څېرې او بېرته ګنډل شوی و.
محمد شاه ادعا کوي، چې په روغتون کې د فرېدې د بدن غړي اېستل شوي دي.
نوموړی دغه راز وایي، چې پاکستاني پولیس هڅه کوي دا پېښه قتل وښيي او په دې تړاو یې د فرېدې دوه ترونه او ورور هم بندیان کړي وو، چې بېرته په ضمانت سره خوشې شوي دي.
مونږ د فرېدې له پلار څخه وپوښتل، چې ددې قضیې په اړه یې کومې ادارې ته شکایت کړی او که نه؛ خو نوموړي په ځواب کې وویل: "مونږ اوس د پولیسو تر څار لاندې یو او له کور څخه د وتلو اجازه نه لرو."
د فرېدې پلار د هغې د وژنې د علت په اړه وایي، چې لور یې له ډېرې مودې راهیسي له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان وه.
محمد شاه وایي؛ فرېدې هغه وخت ځان په دار ځړولی و، چې دی خپله کار ته تللی و، دوه خویندې یې جومات ته تللې وې او مور یې په حویلۍ کې وه.
نوموړی چې ګلان خرڅوي، وایي؛ د بېوزلۍ له امله یې د خپلې لور د درملنې توان نه درلود.
محمد شاه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې زیاته کړه، چې له لسیزو راهیسي په پاکستان کې اوسېږي او فریدې تر نهم ټولګي پورې ښوونځی لوستی و، خو د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله یې ښوونځی هم پرېښود.
یاده کورنۍ د پېښې په اړه د عدالت غوښتنه کوي.

نور خبرونه

رادیو