پاکستان د افغان کډوالو د تګ او راتګ په اړه نوې تګلاره جوړه کړې ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د تګ او راتګ لپاره نوې جوړه شوې تګلاره عملي کوي.
جیو نیوز د سرچینو په حواله لیکلي، چې د کډوالو اداره د تورخم په دروازه کې له تلونکو افغان کډوالو څخه (اې سي سي) او د (پي او ار) کارټونه له اخیستو وروسته بلاک کوي.

د راپور له مخې؛ دا کارټونه د کډوالو ادارې له خوا په دایمي او رسمي توګه بندیږي.
په راپور کې د سرچینې په حواله زیاته شوې ده، چې دا پرېکړه به د کډوالو د تګ و راتګ په برخه کې اغېزمن وي.
پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مشر فلیپ ګراندي د افغان کډوالو د ستونزو د اورېدو او د حل لارو په موخه په یوه درې ورځيني سفر دغه هېواد ته تللی دی.
ښاغلي ګراندي په پېښور کې له یو شمېر افغان کډوالو سره تر لیدو وروسته په اسلام اباد کې له حکومتي چارواکو سره هم لیدلي دي.
له نوموړي سره افغان کډوالو په کتنه کې ویلي، چې دوی له منل شویو کنوانسیونونو سره سم د خپلو حقونو غوښتونکي دي.
د یو شمېر راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو یاد مشر د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره کتلي دي.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي ویلي: «په دغو کتنو کې د پاکستان حکومت د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د لا زیاتې نړۍوالې مرستې پر اړتیا ټینګار کړی دی.»
د یادولو ده، چې پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله په جبري توګه له دغه هېواده اېستلي دي او اوسمهال د افغان کډوالو د اېستلو د دویم پړاو په درشل کې دي.

نور خبرونه

رادیو