طالبان: له ۲ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنولو په دوام د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایرانه له دوه زرو څخه زیات افغان کډوال راستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۹مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د کندهار سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارې افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لوري په زور او د نیمروز ولایت د ابریښم پل له لارې بیا د ایران حکومت له لوري هم په زور او هم په خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۰ تنو ته رسېږي د تورخم او ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۰ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې راستنې کړل شوې دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې په همدې ورځ ۱۶۶۰ تنه افغان کډوال بیا د ایران د حکومت له لوري په زور او خپله خوښه د نیمروز ولایت د ابریښم پل له لارې راستانه کړل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشمنرۍ او د خوړو نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسي د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ رییس د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه پاکستان کې دی.

نوموړي په دغه موده کې د پاکستان د لومړي وزیر ترڅنګ د افغان کډوالو سره هم لیدلي او افغان کډوالو سره یې ژمنه کړې، چې ستونزې به یې د پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.

نور خبرونه

رادیو