پاکستان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل.
په پاکستان کې د دغه سازمان ویاند ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د افغان کډوالو د ستونزو د هواري او د هغوی د ملاتړ لپاره د لا زیاتو نړۍوالو مرستو پر ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.

د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپ ګرانډي د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره خپلې لیدنې پیل کړې.
نوموړي له دوی سره د افغان کډوالو په جبري اېستلو او نورو مسلو خبرې وکړې.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي وویل: «په دغو غونډو کې د پاکستان حکومت د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د لا زیاتې نړۍوالې مرستې پر اړتیا ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ومنله، چې دوی به د کډوالو لپاره لا زیات اقدامات کوي.»
ګرانډي یوه ورځ مخکې له یو شمېر افغان کډوالو او د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو له مرستیال امیر سره هم کتلي و.
د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت "اقتصادي ستونزې" په پاکستان کې د مېلیونونو کډوالو د کوربه‌توب په لاره کې یو مهم خنډ وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر افغان کډوال د قانوني اسنادو نه د نه لرلو له امله له خپلې خاورې اېستې دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغان کډوال په نا قانونه توګه ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو