له ۲۰۱۲ وروسته د ناټو له خوا د ستراتیژیک کمونکېشن په اړه کنفرانس په دوبی کې جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې یو شمېر افغانانو، د ناټو د هېوادونو د بېلابېلو څېړنیزو ادارو، رسنیو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي قوتونو د ستراتیژیک کمونکېشن استازو برخه درلوده او زه هم دې کنفرانس ته بلل شوی وم.

په کابل کې د ناټو د ستراتیژیک کمونکېشن یا(psychological operation) Psyops مسوول هغه وخت ویلي وو، چې د امریکا د متحده ایالاتونو په سیاست کې د افغانستان مساله د دغه هېواد د سیاسي مسایلو په نوملړ کې سلمه مساله ده.
هغه وخت او اوس هم ډېری افعانان په دې فکر او عقیده دي، چې افغانستان د نړۍ د ثقل مرکز دی.
افغانستان نړۍوالو او په ځانګړې توګه د امریکا لپاره لومړیتوب لري.
هو!
افغانستان د افغانانو لپاره مهم دی او تل د افغانانو د پام لپاره باید د ثقل مرکز وي، ځکه افغانان که هر چېرته وي، افغانستان هېرولی نشي او د افغانانو ژوند، عزت، سوکالي او ښادي د افغانستان ثبات او عزت پورې تړلې ده.
خو له بده مرغه نن سبا په نړۍ کې نور ډېر زیات مهم مسایل روان دي، چې افغانستان د نړۍ د لومړیتوبونو او خبرونو په سر کې نه راځي.
دا چې د افغانستان مساله به د امریکا د متحده ایالتونو د لومړیتونو په نوملړ کې څوومه مساله وي، ښایي اوس به د سلو مسایلو په نوملړ کې هم نه وي.
دا چې د افغانستان ناورین د لویو طاقتونو د لومړیتوبونو او توجه په سر کې نه دی، بیا هم چې کله یوه او بله غونډه هلته او دلته د افغانستان په هکله جوړیږي، که پایلې ملموسې هم نه وي، باید په نېک فال ونیول شي، ځکه د افغانستان د ناورین حل یوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، بلکې د سیمې او د نړۍ د هېوادونو رول لکه څنګه چې د افغانستان په وراني او ګډوډي کې منفي اغېزې درلودې یا لري، همداسې د دوی رول د افغانستان په جوړولو او ثبات کې هم مهم دی.
نه افغانستان دوی بې له افغانانو جوړولی شي او نه افغانان په ځانګړې توګه د دوی له ښه نیت پرته په افغانستان کې سوله او ټیکاو راوستلی شي.
د نړۍ، سیمې او د افغانانو تر منځ د تفاهم ژبه او هم په یوه موازي کرښه کې د ګټو راوستل مهم دي.


راځو په دې بحث کوو، چې د دوحې د غونډې پایلې ولې ملموسې نه وې؟
له بده مرغه تر دې دمه د افغانستان د مسایلو په حل او ناورین کې د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه چې برخه او یا لېوالتیا لري، هم نظره نه دي.
همدا شان افغانان هم په خپل منځ کې سره متحد نه دي او هر کله بالاخره مساله ده.
دوی ځکه سره هم نظره او متحد نه دي، چې د ټولو خواو ګټې سره متضادې او موخې توپیر لري.
همدا علت دی چې په ټولو سیمه ایزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان او د افغانانو ګټې د بحثونو اصلي محور نه دي.
دا چې په ټولو غونډو کې د خبرو محور د افغانانو او د افغانستان ګټې مطرح نه وي، نو خامخا به په دغه غونډو کې د رڼا د څرک پر ځای د تورتمونو څرکونه لیدل کیږي.
د افغانستان د ناورین په اړه ولې افغانان، سیمه او نړۍ سردرګومه ده، د دغه سردرګومۍ ځیني مسایل په دغه لیکنه کې څیړل شوي دي.
کېدای شي یو شمېر لوستونکي له دې لیکنې سره موافق نه وي، خو د دغه مسایلو یادول د افغانانو لپاره اړین دي، ځکه دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د برحاله او راتلونکو ناورینونو د مخنیوي په برخه کې د خپل وس په اندازه د هرې مشروع ممکنې لارې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د مرض د سردرګومۍ یا جاخې تشخیص معلوم دی.
د ناروغ د درملنې یا حل لپاره دارو هم معلومه ده، خو لویه ستونزه دا ده، چې د ناروغ د علاج په سر د ناروغه افغانستان د وارثینو او معالجو ډاکترانو تر منځ د لارې په حل لانجه ده او دا لانجه تر دې حده هم ده، چې مخکې له دې چې ناروع ته درمل ورکړل شي، د ناروغ ناروغي انتاني شوی او اوږدې درملنې ته اړتیا لري.
د ناروغ افغانستان وارثین او خواخوږي او معالج ډاکتران ددې پر ځای چې ناروغ ته درمل ورکړي، څو د مریض حالت ښه شي، د دوی تر منځ جنجال او اختلاف ورځ تر بلې زیاتېږي.
د دې ډېر احتمال شته، چې مریض یا د افغانستان اصلي ستونزه د ټولو له یاده ووځي او یا پر ځای یې لسګونه نورې ناروغۍ سر راپورته کړي، ځکه د نویو جنجالونو لپاره چای جوشونه اېشي او د اور د مړ کېدو پر ځای د اور د تازه کولو لپاره خس او خاشاک راټولول کیږي او د جګړې اور د مړ کېدو په حال کې نه دی.
کله چې حالات کړکېچن شول، د افغانستان د مسلې جاخه به نوره هم سره جنجالي کیږي او د انجړلې پنجړلې ګوټلی د تار سر یا نخ تار به د ټولو نه ورک وي.
نه به د ناروغه افغانستان وارثین او نه به خواخوږي او نه به د سیمې او نړۍ معالج ډاکترانو سره د حل کومه لاره وي، بلکې ټول به په عقلي او عصبي ناروغیو اخته او مریض به هم لکه اوس د زنکدن شپې او ورځې شمېري.
د ناروغ د ناروغۍ تشخیص دا دی، چې اکثره افغانان د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې دخیل او ذیعلاقه هېوادونه او ان د طالبانو اکثره لوړپوړي غړي په دې عقیده دي، چې د افغانستان موجوده وضعیت او د طالبانو حاکمیت چې ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري او د عدم مشروعیت او قانوني حکومت په نه شتون کې فزیکي، بشري او رواني امنیت یې له ګواښ سره مخامخ دی، د اقتصاد انجن چې پانګونه او بانکي سیستمونه دي فلج دي او له هېواد څخه د وتلو یا تېښتې لړۍ په بې سارې توګه روانه ده، ټولو خواوو ته د منلو وړ نه ده او هم په اوسنې شکل د طالبانو حاکمیت دوام نه شي کولی.
په ساده اصطلاح د افغانستان موجوده حالت د هغه اور اخیستي پرتوګ په شان دی چې نه اور مړ کولی شی او نه پرتوګ اېستلی شی.
د دغه مضمن مرض د درملنې پیل باید په دې وشي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د سیالیو پر ځای یوې واحدې اجماع ته ورسېږي.
افغانان هم باید د سیمې او نړۍ سره داسې اجماع ته ورسېږي، چې هم د افغانانو لپاره، هم د سیمې د هېوادونو او هم د نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواته ته د ګټې ګټې یا Win-Win Situation وي.

دا حالت هغه وخت رامنځته کیدلې شي چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت حاکم شي.
که مشروع او قانونمند حکومت نه وي، بیا افغانستان د افغانانو لپاره، د سیمې د هېوادونو او نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواو ته د تاوان تاوان حالت یا Lose-Lose Situation وي.
د مشروع او قانونمند حکومت د جوړېدو لپاره فرموله جګړه نه ده، بلکې معنا داره بین الافغاني ډیالوګ دی.‌
د بین الافغاني ډیالوګ له لارې د اساسي قانون درلودل او د قانون په چوکاټ کې د نفي او انحصار سیاست باید نه وي.
د طالبانو په ګډون هیڅ خوا نفي کولی نه شي، بلکې ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د کار، ژوند او سیاست حق ولري.
د اساسي قانون د تصویب او تعدیل د یو څو افراطي کسانو چې څوک یو قسم او څوک بل قسم نظامونه او سیستمونه غواړي، کار نه دی، بلکې دا د ولس کار دی چې د لویې جرګې یا د ریفرنډم له لارې اساسي قانون تعدیل او یا نوی تصویب کړي او د اساسي قانون پر بنسټ بیا مشروع او قانونمند حکومت د ولس په خوښه او رایه رامنځته شي.
نه ټولګډونه حکومت د افغانانو په درد خوري او نه د انډیوالۍ او سهامي شرکت حاکمیت د افغانستان ستونزې حل کولی شي.
د ویانا په کنفرانس کې مو په ډېر وضاحت سره وویل، چې که ولس ډاکتر انارکلی ته رایه ورکړله، چې هم ښځه او هم سکهه افغانه ده، مونږ یې باید ومنو او که ولس طالبانو ته رایه ورکړه هم یې باید ومنو، ځکه ولس به همدوي غواړي.
یوازې او یوازې اساسي قانون د خلکو حقوق او د نظام بقا تضمینولي شي.
دا چې د افغانستان مطلق ولس مسلمانان دي، نو اساسي قانون به خامخا د مخکیني اساسي قوانینو په شان د اسلام په روحیه برابر وي.‌
که طالبان یا نور افراطیان وایي، چې اساسي قانون په اسلام کې نه شته دا سمه نه ده، ځکه فقه قانون دی چې جمهور علما د خپل وخت د اړتیاو په اساس رامنځته کړې ده.
کله چې جمهور علما وایو، نو جمهوریت هم د اسلام سره مخالفه پدیده نه ده ځکه د جمهوریت قوانین د هر ملک د دین، مذهب او عنعناتو مطابق وضع کیږي او د افغانستان قوانین لکه د مخکې په شان به د اسلام او افغاني روحیې سره برابر وي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ناروغي او تشخیص یې هم معلوم دی او د حل لپاره یې درمل او فرموله هم معلومه ده، نو ولې افغانان، د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې ښکېل هېوادونه نشي کولی، چې اجماع ته ورسېږي؟
اصلي خبره د ګټو او د ګټو خوندي کول او د قدرت ساتل دي.


لومړۍ برخه:

له طالبانو څخه به یې پیل کړو.
د طالبان افراطي مشران او د هغوی ړانده پیروان تر اوسه په خیالي غرور مست دي، چې دوی نړۍ ته ماتې ورکړې،‌ د دوی ماډل د اسلامي حاکمیت د نړۍ د ټولو ماډلونو څخه بهتر دی، د دوی امیرالمومنین چې نه یې د بیعت اصول او هویت معلوم دی، د الله تعالی خلیفه دی، دوی د اسلام ټیکه داران او ساتونکي دي او د دوی په فکر د دوی حاکمیت مشروعیت لري.
د مشروع خلیفه یا امیر خبره بې له چون او چرا باید افغانان ومني.
همدا شان نړۍ هم باید د دوی غوښتنې او احکام قبول او دا چې په دننه افغانستان کې هر ډول بندیزونه لګوي او یا ظلم کوي، هغه د دوی کورنۍ موضوع ده.
طالبان دغه حالت ته واقعیتونه وایي او نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه ومني.
د دوی دا ډول طرز د فکر د دې لامل شوی، چې دوی ولس ته مسوولیت ونه لري او که د چا خوښه وي او که نه، دوی به خپل حاکمیت ته دوام ورکوي.
د دوی ملګري او مشران له هر ډول حساب ورکولو خلاص دي او کولی شي، چې دوی درې ښځې وکړي، موټر ولري او کورونه واخلي.
د دوی د پلویانو فساد د دوی لپاره روا ښکاري.
دا پورته طرز د فکر، اکثریت افغانانو او نړۍوالو ته د منلو وړ نه دی، همدا علت دی چې د نړۍ هېوادونه افغانستان په رسمیت نه پیژني.
د افغانستان د سفارتونو استازو ته کوربه هېوادونه په درنه سترګه نه ګوري، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ له طالبانو سره نه ده.
د طالبانو مهم مشران د وزیرانو په کچه د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي.
د افغانستان بانکي سیستم فلج دی، اکثره هېوادونه له طالبانو سره د پټ پټونې لوبه کوي، نه یې په رسیمت پيژني او نه یې د لېرې کولو اراده لري.
افغانان هم په دننه او هم په بهر کې د طالبانو په دې کړنو خوشحاله نه دي، چې هېواد یې د نړۍ په کچه مشروعیت ونه لري، تعلیمي نظام د زوال په حال کې وي، په ښځو د لوړو زده کړو او کار بندیز وي، بانکي سیستمونه فلج وي، بېوزلي ورځ تر بلې زیاتیږي او د چا چې وس کیږي له هېواد څخه وځي.
د طالبانو دا ادعا چې دوی د دین ساتونکي دي، غلطه ادعا ده ځکه الله تعالی خپل پیغمبر ته وایي، چې د دین ساتونکی ته نه یې او االله تعالی د دین ساتونکی دی.
له دین څخه د قدرت لپاره سوء استفاده پخپله لوی فساد دی، چې هم دین ته صدمه رسوي او هم افغانانو او افغانستان ته.
د دوحې غونډې ته د طالبانو استازي د افغانانو او د یوه مشروع حکومت د استازو په توګه بلل شوي نه و، بلکې هغه د حاکمې ډلې یعنې یوازې د طالبانو د ډلې د استازي په توګه بلل شوې و.
په دې بحث نه کوو، چې د طالبانو حاکمه ډله نه سیستم لري اونه په خپل سیستم اعتبار لري، که نه یو ویاند باید هلته نه وای تللی، بلکې د بهرنیو چارو وزیر، معین او یا د دوی سفیر په قطر کې برخه اخیستې وی، ځکه د نړۍ ډیپلوماټیک نورم همدا ایجابوي.
حتی له پاکستان سره د مسایلو د حل لپاره د کندهار والي لیږي، خو د کورنیو، بهرنیو او د دفاعي چارو وزیرانو ته اهمیت نه ورکوي، ځکه د دوی سیستم په انډیوالۍ ولاړ دی او فکر کوي، چې د نړۍ سیاست هم په انډیوالۍ چلیږي.
داسې نه ده کله چې د یوه هېواد ګټې له ګواښ سره مخ شي، نو بیا په سیاست کې انډیوالي نه شته، ځکه ښه بېلګه یې د پاکستان او طالبانو انډیوالي وه، چې کله د پاکستان ګټې د ۲۰۰۱زکال د سپټمبر نهمې نیټې له پېښې وروسته له ګواښ سره مخ شوې، پاکستان خپل پخواني انډیوالان امریکایانو ته په لاس ورکړل، بندیان یې کړل او ځیني یې ان ووژل.
پاکستان د مجاهدینو له مشرانو سره هم همدا کار وکړ.


دویمه برخه:

د افغانستان د معضلې د طالبانو مخالفین دي.
د طالبانو مخالفین هم سره د پخوا په شان متحد نه دي، د اکثره سیاسي جریانونو او په ځانګړې توګه د هغو جریانونو روایتونه چې په پوځي حل عقیده لري، د پخوا په شان دي، نه یې سیاسي‌ موخه معلومه ده او نه یې د جګړو تمویل کوونکې منبع او نه هم د جنګ د عقبې لپاره د مجاهدینو او طالبانو په شان اډه لري.
د جګړو په مشروعیت او عدم مشروعیت دلته بحث نه کوو او نه په دې بحث کوو چې جنګونه څومره ستونزې زیږوي.
د جګړو لپاره لاپې شاپې ډیرې دي، خو واقعیتونه دا دي چې د جنګ او د جنګونو د دوام لپاره لېوالیتا د اکثره افغانانو په منځ او حتی د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ نشته، ځکه ټول په دې پوهیږي چې د جګړو د دوام له امله د جګړو د اور بڅرکې په سیمه کې په ډېرې اسانۍ سره خپرېدلی شي او دغه حالت د ټولو لپاره د تاوان تاوان یا Lose-Lose Situaiton دی.
البته که حالات همداسې دوام کوي، جګړې او نیابتي جګړې خامخا پیلېږي او د راروانو جګړو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، ځکه د دوی حاکمیت راتلونکو نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.
دا هم واضح حقیقت دی، چې په نیابتي جګړو کې د افغانانو، د سیمې او ان د نړۍ هغه هېوادونو چې د افغانستان په مسله کې لېوالتیا لري، خیر نه شته خو د دغه واقعیت په شتون کې نیابتي جګړې د سیمې او نړۍ د متضادو موخو له امله خامخا رامنځته کیږي او هېڅوک یې مخه نشي نیولی.
البته د سیمې او نړۍ افراطي ډلې همدا حالت غواړي، ځکه که مشروع او قانونمند حکومت رامنځته کیږي نو بیا دوی ته په افغانستان کې ځای نه وي.
ولې د جګړو مخه نه نیول کیږي، ځکه چې هر څوک د هغه فرمولې په اساس چې د دوښمن، دوښمن زما دوست دی، هره خوا خپلې نیابتې ډلې د یو بل په ضد پیاوړې کوي.
ولې د افغانستان په مسایلو کې د سیمې او نړۍ د ښکېلو خواوو تر منځ متضادې ګټې شتون لري او دوی غواړي، چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان په جغرافیه کې له نیابتي ډلو څخه کار واخلي په داسې حال کې چې اکثره یې د دغه ډلو د پیاوړي کولو او د جګړو په پایلو پوهیږي؟
ځینې افغانان کله کله داسې فکر کوي، چې د نړۍ او یا د سیمې هېوادونه د افغانستان په هکله معلومات نه لري او هڅه کوي، چې نړۍ وپوهوي چې افغانستان څنګه هېواد دی او په افغانستان کې څه روان دي.
د نړۍ د اکثرو ملکونو ولسونه د نورو هېوادونو په مسایلو په تفصیل نه پوهیږي، خو د دغو هېوادونو استخبارات او سیاسیون په دې پوهیږي چې په افغانستان کې څه روان دي او ان د افغانستان د اکثره سیاسیونو او فعالینو د پښو اندازه او د فکر تولید ورته هم معلوم دی او په دې هم پوهیږي چې څنګه د خپلو ګټو لپاره روایتونه جوړ کړي او څنګه د افغانانو جنګي ډلې کرایه کړي.
هغه افغانان چې فکر کوي نړۍ نه پوهیږي، هغوی داسې سوچ کوي چې دوی لکه کڼو ته غږیږي او په زوره خبرې کوي چې کاڼه نړۍوال یې واوري، خو کڼو ځانونه کاڼه اچولي دي او یوازې هو او نه کوي ځکه هغوی په دې پوهیږي چې افغانان څه وایي او حالات څنګه دي.
دلته د سیمې د هغه هېوادونو په اړه لږ تفصیل ورکوم چې د افغانستان په مسایلو کې لېوالتیا لري او ولې د دوی ګټې سره متضادې دي؟
کله چې مونږ سیمه او نړۍ وایو نو سیمه او نړۍ یو مشخص ادرس نه لري او د هر هېواد ګټې د بل هېواد له ګټو سره توپیر لري.
هر هېواد د خپلو ګټو لپاره ستراتیژیک دوستان او دښمنان لري او هڅه کوي، چې خپلې ګټې خوندي کړي.
د بېلګې په توګه که مرکزي اسیا یاده کړو، د تاجکستان او قرغزستان تر منځ مستقیم پروازونه نه شته او که له دوشنبې څخه غواړې چې قرغزستان ته لاړ شي نو اول باید دوبی یا استانبول ته لاړ شئ او بیا له هغه ځای څخه قرغزستان ته ځئ او همداسې له قرغزستان څخه دوشنبې ته.
د تاجکستان او ازبکستان تر منځ او همداسې د قزاقستان او ترکمنستان تر منځ زیاتې ستونزې د اوبو او سرحدونو تر منځ وجود لري، بیا د دې هېوادونو اړیکې د روسیې، چین او امریکا سره جلا بحث دی.
که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري.
که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري.
که منځنۍ ختیحه یاده کړو، نو د عربي هېوادونو او ایران تر منځ ډیرې ستونزې شتون لري چې مسایل یې لا نور هم مغلق کړي دي.
د فلسطین مساله، د سورې جګړه، د بحرین، یمن او سعودي جنجالونه او داسې نور.
که د لویو طاقتونو خبره کوو، نو هغه خو واضح حقیقت دی چې د امریکا، روسیې، چین او اروپایانو تر منځ بلا ډیرې ستونزې او رقابتونه موجودې دي.
لوی طاقتونه هڅه کوي چې مستقیم له یو بل سره په ټکر کې نه شي او تل هڅه کوي، چې نیابتي ډلې د یو او بل په ضد استعمال کړي او یا د جګړو لمن د خپلو سیمو نه لرې او د نورو د نفوذ په سیمو کې ورته دوام ورکړي.
ځکه په کومه سیمه کې چې جنګ وي، د هغې سیمې هېوادونه زیات تاوان کوي او له سیمې څخه د بهر هېوادونو لخوا په لږو امکاناتو جګړې تمویل کولی شي، خو دغه جګړې په مستقیمه توګه متخاصمو هېوادونو او یا د سیمې د هېوادونو لپاره په زیات قیمت تمامیږي.
د تېرو جګړو او اوسنیو جګړو مثالونه زیات دي، د افغانستان جګړه په تېرو څو لسیزو کې او همدا شان د منځني ختیځ، د سوریې، د اوکراین، سوډان، کانګو، ویټنام، نیکاراګوا او د داسې نورو هېوادونو جګړې.
په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران وېره دا ده، چې امریکا له طالبانو څخه د دوی د ګټو په خلاف کار وانخلي، ځکه امریکا په لږه مرسته کولی شي چې دا سیمې نارامه کړي، له همدې امله هر هېواد غواړي، چې له طالبانو سره منفي تامل ته دوام ورکړي.
طالبان هم پوهیږي چې د دوی خریداران په سیمه کې زیات دي او د خپلو ګټو او قدرت ساتلو په خاطر له ټولو هېوادونو سره منفي تامل ته دوام ورکوي، خو په دې هم پوهیږي چې دوی نه شي کولی چې د امریکا په ضد او یا د هغوی له خوښې پرته د امریکا د ګټو په خلاف عمل وکړي.
تر اوسه امریکا د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ لري او د امریکا په اندازه مرسته هیڅ یو بل هېواد د افغانستان او طالبانو سره نه شي کولی.
هند هم په کلونو غوښتل، چې د جګړې لمن د خپلې سیمې او له پاکستان سره د سرحدونو څخه لرې په افغانستان کې وساتي.
هند په ډېر لږه مرسته د افغانستان او د افغانستان د ځینو ګروپونو سره څو لسیزې هڅه وکړه چې د پاکستان له شر څخه ځان خلاص کړي او په افغانستان کې یې مصروفه وساتي.
هند نن سبا په اقتصادي او پوځي لحاظ له پاکستانه ډېر پرمختګ کوي او پاکستان خپل رقیب نه ګڼي، خو غواړي چې د پاکستان له شر څخه ځان وساتي او پاکستان باندې د سافټ پاور له لارې فشار راولي چې په هند کې مداخله ونه کړي.
له پاکستانه هم لاره ورکه ده، ځکه په نړۍ کې د پخوا په شان خریدار نه لري لکه د نړۍ د سوړ جنګ په دوران کې یې چې د امریکا او لویدیځ څخه او همدا رنګه د چین او عربي هېوادونو نه په میلیاردونو ډالره اخیستل، خپل پوځونه یې عربانو ته په کرایه ورکول او یا پاکستانیانو ته په نورو هېوادونو کې د کار زمینه برابروله.
اوس پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ژورو ستونزو سره مخامخ دی او هغه افراطي ډلې یې چې جوړې کړې وې، د هماغه مارانو له خوا به خوړل کیږي.
دوی فکر کاوه چې د طالبانو له راتګ سره به افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وي او د طالبانو د راتګ په ابتدا کې همداسې وه.


روس او چین هم سره رقابت لري او غواړي چې د خپلو ګټو په خاطر سره همکاري ولري. چین د قزاقستان او ازبکستان له لارې د یو سرک او یو کمربند د پروژې په اساس د پراخې ترانسپورټې لارې جوړول پیل کړیدي چې د ایران له لارې چا بهار ته ورسیږي. د چین بله پروژه د پاکستان له لارې د سیپیک پروژه ده چې ګوادر بندر ته ورسیږي.

د دغه پروژو په سر، د ایران او پاکستان رقابت هم شتون لري، روسیه هم نه غواړي چې د مرکزي اسیا هیوادونه په چین متکي شي او د روسیې د نفوذ نه خلاص شي. هند هم نه غواړي چې ګوادر تقویه شي ځکه هند د چین او پاکستان د ګټو خلاف دی او دا پروژې د چین نفوذ زیاتوي او د هند نفوذ کموي.

له بله خوا امریکا نه چا بهار غواړي او نه ګوادر ځکه په دواړو پروژو کې د چین نفوذ زیاتیږي او چین د منځني ختیځ سره وصلیږي. د دې په عوض امریکا، هند، د متحده عربي ایالاتو، بحرین او اسرایلو د ابراهیم په نوم تجارتي قراردادونه امضا کړل چې د خلیج د همکاریو هیوادونه د عربستان سعودي په شمول دغه قرارداد پراختیا لپاره سترګې په لار دي.

دا قرار داد ایران او چین لپاره یو لوی چیلنج جوړوي.‌ د دغه قرارداد نه وروسته ایران او چین د فلسطین شخړې ته لمن ووهله چې دا قرارداد عملي نه شي.

که دا رقابتونه همداسې تحلیلوي نو یو کتاب ترې جوړيږي چې اوکراین، لرې خټیخ او نورو سیمو کې کوم کوم رقابتونه روان دي.

اصلي خبره دا ده چې افغانان د هغه متل په اساس که غم خود را بخورد لاغر نشود، عمل وکړي ځکه أفغانستان په هیڅ صورت کې په دې موقف کې نه دی چې په دغه رقابتونو کې ځانونه ښکیل کړي او که ځانونه ښکیل کوي نو د پخوا په شان به یې یوازې ملاګانې او پښتې ماتیږي او نور هیڅ نه شي کولې.

پایله:

په دې توګه د پورته مختصر تحلیل نه وروسته ویلې شو، چې د سیمې هېوادونه او د سیمې نه بهر نور هیوادونه چې د افغانستان په چارو کې لیوالتیا لري، هغوي په افغانستان کې زیاتې اقتصادي ګټې نه لري؛ بلکې د دوی لیوالتیا د افغانستان نه د امنیتي تهدیداتو او مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق له امله ده.

په همدې خاطر دوی د طالبانو په منځ کې او هم د طالبانو او د طالبانو د مخالفینو په منځ کې هر هېواد خپل پلویان لري او د هر ډول سیاسي او امنیتي حالاتو د تغیر په هکله په متبادلو بدیلونو کار کوي او یا متبادل بدیلونه لري.

یوازې افغانان دي چې متبادل بدیل نه لري او یوازینی بدیل دا دی، چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت رامنځته شي، چې هم د افغانانو ګټې خوندي شي او هم سیمه او نړۍ د أفغانستان نه ویره ونه لري.

د یو قانونمند او مشروع حکومت په درلودلو سره افغانستان د سیمې او نړۍ سره په سوله ییزه توګه ژوند، سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودلې شي.

دا حالت د ګټې - ګټې یا Win-Win Situation د ټولو لپاره دی.

دغه د ګټې - ګټې حالت هم تر هغه وخته رامنځته کیدلې نه شي، چې افغانان پخپله او په خاصه توګه طالبان چې اوس حاکم دي، یو بل ونه مني، د اصولو او قوانینو په اساس سره راټول او د أفغانستان د راتلونکي لپاره سره په یوه همه شموله پروسه او تګلاره توافق وکړي چې په هغه کې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي.

د دغه کار لپاره د دنیا نه مرسته اخستل هم ګټه نه لري او نه هم دنیا دومره وخت هم نه لري چې خپله ټوله انرژي په أفغانستان مصرف کړي.

دا خیالي او ارماني فکر نه دی بلکې د واقعیتونو او د راتلونکو خطرونو په نظر کې نیولو سره افغانان پخپله کولې شي ځکه افغانان پخپله سره جوړ شي نو نه یې نور استعمالولې شي او نه به افغانان د نورو د ګټو لپاره قرباني ورکړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو