له کډوالو سره د ملګرو ملتونو ژمنه: ستاسو د ستونزو په اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې کوو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۸

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په لومړۍ ورځ په پېښور کې له افغان کډوالو سره ولیدل.

فېلیپو ګرانډي د یکشنبې په ورځ دغو کډوالو ته وویل چې دی به د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر افریدي د یکشنبې په ورځ وویل، چې ښاغلی ګرانډي د افغان کډوالو پر ستونزو، د هغوی د ایستلو او نورو هېوادونو ته د مېشتېدو د پلان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی.

د پاکستان له لوري د تېر کال په اکټوبر میاشت کې له دغه هېواده د افغان کډوالو په زور ایستلو له اعلان وروسته پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مشر دا لومړی سفر دی.

د ډان په وینا، فیلیپو ګرانډي په پېښور کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د لیدنې ترڅنګ د پیښور ایالت د اعلی وزیر له مرستیال او ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو څخه لیدنه کړې ده.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پلاوی د دوشنبې په ورځ له اړوندو پاکستاني چارواکو سره رسمي خبرې وکړي.

د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو په لومړي پړاو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې شاخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوال په ناقانونه ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د چارو کمېشنر عباس خان د «اې سي سي» کارت لرونکو افغان کډوالو ایستلو په اړهراپورونه رد کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې په پاکستان کې تر ۸۰۰ زرو ډېر اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال مېشت دي.

عباس خان ډان ته ویلي؛ چې د اې سي سي کارت لرونکو په اړه پرېکړه به د طالبانو او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون له ټولو سره په مشوره وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۱،۳ میلیونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري.

نور خبرونه

رادیو