طالبان: هغه ښځې چې هره ورځ دندو ته ورځي، خپلې تنخواوې او امتیازات به پوره ترلاسه کړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۸

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، هغه ښځې چې هره ورځ خپلو دندو ته ورځي، خپلې تنخواوې او امتیازات به پوره ترلاسه کړي.
د دغه وزارت یو رسمي سند چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، پکې راغلي: «هغه ښځې چې هره ورځ دندو ته ورځي، خپلې تنخواوې او امتیازات به پوره ترلاسه کړي.»

په دې مکتوب کې راغلي، هغه ښځینه دولتي کارکوونکې چې برحاله دي، خو د نارینه و په شان هره ورځ دندو ته نه ورځي، یوازې د هغوی میاشتیني امتیازات ۵۰۰۰ افغانۍ اجرا کیږي.
دغه ښځينه کارکوونکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته کور ناستي شوې دي.
دا مکتوب د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند له خوا لاسلیک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده دستور ورکړی و، چې د ټولو دولتي ښځینه کارکوونکو تنخواوې دې پنځه زره افغانۍ ورکړل شي.
د طالبانو دا پرېکړه ددې لامل شوه، چې د یو شمېر دولتي ادارو په ځانګړې توګه د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو په ورکړه کې اختلال رامنځته شي.
په تېرو ورځو کې د روغتیایي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې دندو ته ځي خو ۴۸۰۰ افغانۍ تنخواوې یې ترلاسه کړي دي.
له دې سره، د نجونو د ابتدایه ښوونځیو ځینو استادانو ان د تېرې میاشتې تنخوا هم نه ده ترلاسه کړې.
داسې ښکاري چې د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند ددې مکتوب په خپرولو سره غوښتي، چې د هبت الله د فرمان په اړه رامنځته شوی ابهام حل کړي.
د یادولو ده، چې له تېرو څو اونیو راهیسې په کابل کې د څو روغتونو ښځينه کارکوونکو د طالبانو د مشر د وروستي فرمان پروړاندې کار بندیز کړی دی او دا پرېکړه یې ظالمانه بللې ده.
د کابل د روغتونونو د ډاکټرانو یوې ډلې خبرداری ورکړی، چې که طالبان د ښځو د تنخواوو د کمولو په اړه خپله پرېکړه بدله نه کړي، دوی به خپل کاري اعتصاب پراخ کړي.
طالبانو له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې ډېرې ښځې کور ناستې کړي دي او دا مهال ښځې یوازې د امنیت، روغتیا او پوهنې په برخو کې کار کوي.

نور خبرونه

رادیو