د ملګرو ملتونو د کډوالو د برخې مشر د افغان کډوالو په اړه د خبرو اترو په موخه پاکستان ته ځي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷

د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې مشر فلیپو ګرانډي د یوه درې ورځني سفر په موخه پاکستان ته ځي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ او پاکستاني چارواکو هم تایید کړه، چې ښاغلی ګرانډي د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر کوي.

د ملګرو ملتونو د یاد لوړپوړي چارواکي دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو د دویم پړاو د پیلېدو په درشل کې دی.
ټاکل شوې، چې ښاغلی ګرانډي په دې سفر کې د پاکستاني چارواکو تر څنګ له افغان کډوالو سره هم وګوري او د افغان کډوالو د ستونزو او هېواد ته د هغوی د بېرته ستنېدو په اړه خبرې وکړي.
ویل کیږي، چې ښاغلی ګرانډي به د دوشنبې په ورځ په پېښور کې له افغان کډوالو سره وګوري او تر هغه وروسته به اسلام اباد ته ولاړ شي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د طالب چارواکو له قوله پاکستان ته د فلیپو ګرانډي سفر مهم بللی دی.
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د پیلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې په دویم پړاو کې به هم له پاکستان څخه ناقانونه کډوال و اېستل شي.
د راپورونو له مخې؛ تمه کیږي چې په دغه دویم پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان افغانستان ستانه کړای شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو برخه د بې اسنادو کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو یو شمېر افغانان په پاکستان کې په "ترهګریزو" پېښو کې په لاس لرلو تورن کړي او له همدې امله د دوی د اېستلو د پلان په عملي کېدو ټینګار کوي.
خو طالبان بیا په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو لاس لرل ردوي.

نور خبرونه

رادیو