طالبان: نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک، او د ننګرهار د تورخم له لارو له دوه ګاونډویو هېوادونو له لوري راستانه کړل شول.

د دغو کډوالو ټول شمېر ۱۹۲۹ تنو ته رسیږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ۱۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو نږدې دوه زره افغان کډوال راستانه کړل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کډوال له پاکستانه په زور او له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنو ته رسیږي د تورخم او ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې په زور د پاکستان حکومت له لوري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۱۱۷۶ تنه بیا په خپل خوښه او زور له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

طالبان وايي، یاد کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړېوال پروګرام ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال راهیسې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري او د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د (چنګاښ له ۱۲مې تر ۱۵مې) د ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارو ۱۱ زره او ۹۷۷ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو