د شاه امان خان له نوم او انځورونو سره د طالبانو دښمني او د پخوانیو چارواکو غبرګونونه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷

طالبانو چې نږدې دوه اونۍ وړاندې په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي او باچا خان انځورونه په تور رنګ لړلي وو، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
که څه هم له انځورونو څخه تور رنګ د دوو افغان ځوانانو علي محمد خان او شریف اخوندخېل له خوا پاک شو؛ خو کیسه یې دلته ختمه نه شوه.

طالبانو په خپل بل ګام کې د شاه امان الله خان غازي انځور لېرې او پر ځای یې خپل بیرغ ولګاوه.
د ملي امنیت پخواني مشر حنیف اتمر په خپل اېکس کې لیکلي: «د غازی امان الله خان او د فخر افغان خان عبدالغفار خان انځورونو ته بې احترامي، د افغان ولس هویت او تاریخ ته اهانت دی او زه هغه په ډیرو سختو الفاظو غندم.»
نوموړي طالبانو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې د افغانستان اوسني حاکمان مسوولیت لري، چې د خلکو له هویت او تاریخ څخه ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا هم په خپل اېکس کې لیکلي: «طالبانو لومړی د شاه امان الله خان انځور تور کړ او وروسته یې بیا پر ځای خپل بیرغ ځوړند کړ او په دې ډول یې شاتګ خوښو او استعمار خپله درېیمه کامیابي د دغه پرمختګ خوښي او ازادي غوښتونکي شاه پر وړاندې ونمانځله.»
دغه غبرګونونه تر هغه وروسته راوپارېدل چې طالبانو د شاه امان الله خان د انځور له خرابولو وروسته د هغه د انځور پر ځای خپل بیرغ او نوم لګولی دی.


د جمعې په ورځ طالبانو دوه افغان موټر چلوونکي په تورخم کې د امان الله خان پر انځور د لګول شوي تور رنګ د پاکولو په تور بندیان کړل.
خو د شنبې په ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو دغه دوه موټر چلوونکي بېرته خوشې کړي دي.


د شاه امان الله او خان عبدالغفار خان پر انځورونو د تور رنګ د پاشلو په غبرګون د زرغون بهیر مشر امرالله صالح وایي، چې طالبانو له کلونو راهیسې د افغانستان پر عزت او وقار تور رنګ پاشلی دی.
ښاغلي صالح په خپل اېکس کې لیکلي: «ما واورېدل او ومې لیدل چې طالبانو د شاه امان خان او خان عبدالغفار خان پر انځورونو تور رنګ شیندلی دی، دا د حیرانتیا ځای نه دی او تعجب پر هغو کسانو چې حیران شوي دي.»
د غبرګونو په دغه کاروان کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیلې نجیب هم خپل غږ پورته کړ او طالبانو ته یې په خطاب کې وویل: «طالبانو د امان الله په انځور تور رنګ ځکه وواهه، چې نوموړی د پرمختللي افغانستان لپاره را ولاړ شوی و.»
نوموړې وایي، چې شاه امان الله خان ددې لامل شوی و، چې د افغانستان په ټولنه کې ښځې او نارینه غږ پورته کړای شي.
هیلې نجیب په خپل اېکس کې د هغه ځوان د ویډیو په خپرولو سره چې د شاه امان الله خانانځور څخه تور رنګ پاکوي، ورسره لیکلي یې دي: «دا د افغانستان ریښتیني خلک دي.»
له دې سره، د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي بیا د طالبانو دا کړنه غندلې او زیاته کړې یې ده: «هر هغه کس چې د افغانستان د موسس لوي احمد شاه بابا او د ازادي قهرمان شاه غازي امان الله خان تاریخي او ملي افتخاراتو ته بې احترامي کوي پردي مزدوران دي.»
یو شمېر هېوادوال وایي، چې ملي سرود، ملي بیرغ، شاه امان الله خان او ورته ملي شخصیتونو ته درناوی د افغانستان د خلکو لپاره سرې کرښې دي.
د دوی په خبره: «هر کله چې طالبان له دغو سرو کرښو اوښتي او ملي مسایلو ته یې سپکاوی کړی، د خلکو کرکه د دوی پروړاندې زیاته شوې ده.»
په تېر نظام کې د ملي امنیت ویاند رحمت الله اندړ په خپل اېکس کې لیکلي: «څوک چې د وطن د غازي او نورو ملي شخصیتونو مخونه ورتوروي، خپله د تاریخ مختوري دي.»
نوموړي همداراز زیاته کړې ده: «غازي د خپل مخ د پاکولو او سپینولو لپاره میلیونونه پلویان لري، خو ستاسې د تورو مخونو د سپینولو لپاره به هیڅوک پیدا نه شي.»
شاه امان الله خان غازي پر ۱۹۱۹ کال د درېیم افغان- انګرېز جګړې اتل و، چې له مخې یې افغانستان بېرته خپلواکي ترلاسه کړه او افغانانو د دې تورې په بدل کې دغه پاچا ته د غازي نوم ورکړ.
شاه امان الله خان غازي چې له نړۍ سره د افغانستان د سیال کولو ارمان درلود، د انګرېز په لمسه د ملایانو د پاڅون له امله په ۱۹۲۹ کال جلا وطن او په جلا وطنۍ کې مړ شو، چې بیا وروسته په ننګرهار ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.


د افغانستان په تاریخ کې ډېری واکمنانو له درېیو لارو دین، تاوتریخوالي او د بهرنیو دولتونو په ملاتړ کولی شو په دې هېواد حکومت وکړي، خو شاه امان الله خان دغه ناوړه کرښه ماته کړه او د نورو واکمنانو برعکس یې هغه شاهي نظام جوړ کړ، چې خپلواکي یې له انګلیس څخه اعلان کړ.
شاه امان الله خان د افغانستان د راتلونکي لپاره نور فکرونه درلودل.
نوموړي غوښتل افغانستان ډېر ژر د سیمې له هېوادونو سره سیال کړي.
د افغانستان په تاریخ کې د نجونو لپاره لومړنۍ مدرسه د شاه امان الله خان او ملکه ثریا له لوري جوړ شو او دغه راز ښځو ته د عامه پوهاوي په موخه د ارشاد النسوان نشریه هم د ملکه ثریا له خوا جوړه شوه.
د افغانستان اساسي قانون هم د لومړي ځل لپاره په اماني دوره کې جوړه شوه او شاه امان الله خان هغه اصلاحات یې چې غوښتل راولي، په دې نظامنامه کې یې ځای پر ځای کړل.
د شاه امان الله خان په وخت کې د لومړي ځل لپاره د نجونو د واده کولو قانوني عمر ۱۸ کاله او د هلکانو ۲۲ کاله شو.
د ښځو حجاب هم په همدې دوره کې له جبري حالت څخه اختیاري حالت ته واوښت.


د طالبانو اصلي مخالفت هم له شاه امان الله خان سره له همدې ځایه سرچینه اخلي، ځکه طالبان د ښځو د ازادۍ، زده کړو، کار کولو، په افغانستان کې د ټولنیزو فعالیتونو او سلګونو نورو مواردو سره مخالف دي.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پرمهال هڅې دا وې، چې اماني نښې راژوندۍ شي او د نوموړي نیمګړې هیلې پوره شي؛ خو یو ځل بیا د طالبانو له واکمنېدو سره دغه هیلې یوازې هیلې پاتې شوې.

نور خبرونه

رادیو