په پاکستان کې د درملنې پېسو د نه لرلو له امله یو پلار خپله ۱۵ ورځنۍ لور ژوندۍ ښخه کړې ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷

د پاکستان د نوشهروفیزوز پولیس وايي، چې یو کس خپله پنځلس ورځنۍ لور ځکه ژوندۍ ښځه کړې، چې په وینا یې له هغه سره یې د درملنې لپاره پېسې نه وې.

د پوليسو په وينا؛ پېښه د نوشهروفیروز په ټارو شاه سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي، چې د ماشومې پلار یې نیولی او په لومړنیو پوښتنو کې هغه اقرار کړی، چې لور یې د وینې د کمښت ناروغي لرله او دوی یې د درملنې لپاره پېسې نه لرلې؛ نو ځکه مجبور شو، چې خپله لور ښخه کړي.

د پولیسو په وینا؛ یادې ماشومې له زیږون راهیسې د وینې کمښت درلود او ډاکټر یې پلار ته سپارښتنه کړې وه، چې د درملنې لپاره یې حیدراباد ته بوځي.

د ماشومې جسد د پولیسو له خوا را ویستل شوی دی.

دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې په پاکستان کې رامنځته کیږي.

په پاکستان کې خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې په دغه هېواد کې د ځانوژنې پېښې هم زیاتې شي.

نور خبرونه

رادیو