د طالبانو د کډوالو وزارت: نږدې ۱۲زره کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې نږدې ۱۲زره کسان له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۱۱زره او ۹۷۷ افغان کډوال (د چنګاښ له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې) د ابرېښم پل، تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۷۸۱ کسان کېږي د تورخم له لارې، ۱۱۳کورنۍ چې شمېر یې ۵۷۱ کسانو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې، ۷۱۲۵ کسان د اسلام کلا له لارې او ۳۵۲۰ کسان بیا د ابرېښم پل له لارې راستانه شوي دي.
دغو بېرته راستنو شویو کسانو تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوي دي.
له بل پلوه پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د جولای تر ۳مې نېټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۳۷۴۲۷ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
تر دې درې ورځې وړاندې د الجزیرې په یوه خپور شوي راپور کې راغلي و، پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسناده افغان کډوالو د لېږلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.
ویل شوي و، چې د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو به راروانه یکشنبه پیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.