له بېلابېلو ولایتونو لسګونه شاعرانو او لیکوالانو د مڼې ګل په کلنۍ مشاعره کې برخه واخیسته

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۶

دغه کلنۍ مشاعره چې د میدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې په دره کې جوړه شوې وه، تر ډېره په کې شاعرانو هغه شعرونه ولوستل چې د واکمن نظام په خوښه ویل شوي وو.

په دغه مشاعره کې یو ګډونوال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په مشاعره کې لوستل شوي ټول شعرونو تر مشاعرې وړاندې د طالب چارواکو تر نظر تېر شوي او ځینې یې سانسور شوي هم ول.
تر دې وړاندې په دغه شان مشاعرو کې تر ډېره انتقادي او طنزیه شعرونه لوستل کېدل، چې په ټوله کې به یې پر واکمن نظام نېوکې کولې؛ خو طالبانو په مشاعرو کې پر دغه شان شعر لوستلو کلک بندیزونه لګولي او له همدې امله نن سبا ګڼ شاعران دغسې مشاعرو ته له ورتګه ډډه کوي.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د مڼې ګل مشاعره په کلیوالو سیمو کې کېده؛ خو د جمهوري نظام پر مهال په ځینو سیمو کې د نا امنۍ له امله دغه مشاعره یوازې تر میدان ښاره محدوده پاتې شوې وه.
په افغانستان کې له نارنج ګل مشاعرې وروسته په ګڼو نورو ولایتونو کې د بېلابېلو ګلانو به نوم کلنۍ مشاعرې جوړېږي، چې یوه یې هم د مڼې ګل مشاعره ده، د دې تر څنګ انارګل په کندهار، سنځل ګل په لوګر، نښتر ګل په خوست او په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې جوړېږي چې له بېلابېلو برخو ان له خیبر پښتونخوا څخه هم شاعران په کې برخه اخلي.
خو یو شمېر فرهنګ پال بیا پر طالب چارواکو تور پورې کوي، چې دغسې پروګرامونه یې په خپل واک کې اخیستي او شاعرانو ته اجازه نه ورکوي چې په خپله خوښه په دغسې مشاعرو کې خپل شعرونه ووايي، له همدې امله هم نن سبا د دغو مشاعرو رنګ تر پخوا زیات پیکه شوی دی.

نور خبرونه

رادیو