د تېر جون میاشتې په ۲۲ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د «Apex Committee» یا د لوړپوړې کمیټې غونډه دایره شوه، چې پرڅو وزیرانو او ملکي بیوراکراتانو سربیره یو شمیر جنرالانو هم پکې ګډون کړی و.

له غونډې نه وروسته د وزیراعظم د دفتر بیان کې د پاکستان حکومت په هیواد کې د مخ په زیاتبدونکې ترهګرۍ په ضد د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات اعلان کړل.

دا خبره څرګنده ده چې دغه عملیات به پښتونخوا کې کیږی، چې د ټيټي پي جنګیالیو په کال ۲۰۲۳ کې دوه نیم ذره شاوخوا حملې کړې وې او یا به هم پوځيعملیات په بلوچستان کې کیږي، ځکه چې هلته له بلوچ ملتپالو جنګیالیو سره د پاکستان د پوځ جنګ روان دی.

پاکستان کې عجیبه خبره دا ده چې هسې خو د اساسی قانون سره سم مرکزي، ایالتي او محلي حکومتونه شته، خو چې کله خبره دغسې اساسي او حساسو تصمیمونو ته راشي، نو بیا فیصلې په پارلمان یا په کابینه کې نه کیږي، بلکې جنرالان فیصله کوي او حکومتونه بغیر د کوم چون یا چرا نهد دغو تصمیمونو په منلو مجبور وي.

دغه تش په نوم لوړپوړې کمیټه په اساسي قانون کې ذکر شوی اورګان یا موسسه نه ده. دا تشه د حکومت د ملکي او نظاميڅانګو کې د هم هنګۍ راوستو یوه عادي کمیټه ده، نو د پوځي عملیاتو فیصله د دغې عادي کمیټې تر پردې لاندې جنرالانو وکړه او کابینه او پارلمان به صرف په دې ګوته لګوي.

د چینایانو ژغورل

د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو په باره کې د بیان له مخې، په پاکستان کې د چینایانو د ژغورنې لپاره د لازمو ترتیباتو نیولو اراده هم څرګنده شوې ده.

داسې ښکاري چې تیره میاشت چې وزیراعظم شهبازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د چین په سفر تللی وو، نو هلته د چینايي دولت او حکومت مشرتابه پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو کې د چینايي اتباعو په وژل کیدو خواشیني او تشویش څرګند کړی واو د پاکستان حکومت نه یې د دغو بریدونو د مخنیويلپاره د اغیزمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان په مرکزي حکومت او پنجاب، سند او بلوچستانکې واکمن ګوندونه لکه مسلم لیګ، پیپلز پارټي او متحده قومي مومنټ د عزم استحکام عملیات تاییدوي، خو په پښتونخوا کې د سیاسيګوندونو او خلکو مطلق اکثریت د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی.

په دې کې په پښتونخوا کې واکمن ګوند پی ټی ای،مخالف ګوندونه لکه جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، پي ټي ایم، این ډي ایم، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي شاملې دي. البته د پوځي عملیاتو په مخالفت کې د دغو ګوندونو انګیزې د یوه بل نه مختلفې دي.

که څه هم مرکزي حکومت وايي چې د پښتونخوا د صوبايي حکومت وزیر علي امین ګنډاپور، چې د عمران خان د پي ټي ای ګوند غړی دی، هم د لوړپوړې کمیټې په غونډه کې ناست و او د عزم استحکام د عملیاتو د تصمیم مرسته یې کړې وه، خو علي امین ګنډه پور د راولپنډۍ په محبس کې د عمران خان سره لیدلو نه وروسته وویل چې عمران خان هغه ته د دې پوځي عملیاتو د مخالفت لارښودنه کړې ده.

عمران خان او ټي ټي پي

عمران خان هم د عزم استحکام عملیاتو مخالف دی

عمران خان او د هغه ګوند تل له ټي ټي پي سره ښې اړیکې لرلې او د هغوی په ضد یې د پوځي عملیاتو مخالفت همیش کړی دی.

په ۲۰۱۴ کې چې کله ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره خبرو لپاره خپل نمایندکان ټاکلي وو، نو په هغو کې یې پر ځینی ملایانو سربیره د عمران خان نوم هم د خپل نماینده په توګه اعلان کړی و.

ځینې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې طالبان او د عمران خان ګوند دواړه د پوځ پروژې دي، یوه څانګه یې نظامي چارې پرمخ بیايي او بله څانګه یې د سیاسي چارو مسولیت په غاړه لري.

مولانا فضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت العلمای اسلام ځکه د عزم استحکام د عملیاتو مخالفت کوي چې هغه د پاکستان په پوځ د فرورۍ په اتمه ټول ټاکنو کې د درغلۍ تور پورې کوي او وايي چې په پښتونخوا کې د پي ټي ای واکمني د پوځ د درغلۍ په نتیجه کې منځ ته راغلې ده.

فضل الرحمان دغه عملیات عزم عدم استحکام بللي او وايي، چې د پخوانو پوځي عملیاتو غوندې به د دغو عملیاتو په نتیجه کې ترهګري خو له منځه ولاړه نه شي، بلکې په پښتونخوا کې به بې ثباتي لا پسې زیاته شي.

فضل الرحمان د جنرالانو څخه دا ګیله هم لري چې د هغه د ګوند غړي د داعش له خوا شویو بریدونو کې له منځه وړل کیږي، خو حکومت د دوی په ژغورنه کې پاتې راغلی دی.

د پښتنو مخالفت

د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره

د پښتونخوا ملتپال تل د پاکستان په دولت تور پورې کوي چې هغه د ابر قدرتونو نه پیسې لاس ته راوړلو لپاره د افغان/پښتون په خاوره او وینه نیابتي جګړې کوي او دا هم چې د خپل د هویت د بحران له ویرې افغانستان کې جنګونو ته لمن وهي ترڅو چې افغانستان مضبوط نه شي.

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پښتونخوا ولس د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرو د پاللو او میشته کولو په ضد خورا ډیرې مظاهرې او لاریونونه کړي وو.

ولس د ترهګرو او د پوځ د عملیاتو دواړوپه ضد شعارونه ورکول. پښتونخوا کې په تیرو دوه نیمو لسیزو کې د پاکستان حکومت طالبان او د نړۍ د نورو سیمو نه راغلي ترهګر پهافغانستان کې جګړې لپاره پښتونخوا کې میشت کړي وو.

کله کله به یې د نړیوالو سترګو ته د خټې اچولو په موخه د ترهګرو په ضد تش په نوم پوځي عملیات و کړل چې په حقیقت کې به دوی عام پښتون ولس قتلاوه، د هغوی کورونه به یې ورانول او هغوی به یې په کډه کولو او بې کوره کیدو مجبورول او بیا به یې په میډیا کې په دغو مظلومو خلکو د ترهګرۍ تور هم پورې کاوه.

د پښتونخوا خلک اندیښمن دي چې پاکستاني جنرالان به یو ځل بیا د ترهګرۍ په ضد په یوه نوې جګړه کې د ډالرو په بدل کې د پخوا غوندې د دوی وینه خرڅه کړي او د دوی کورونه به تالا ترغه کړي.

د پښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه پبو کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو مانورې

پښتون ولس وايي چې د ۲۰۱۴ د ضرب عضب په نوم عملیاتو کې د پښتنو ورانو کورونو کې یو شمیر کورونه لا جوړ شوي نه دي او ځینې بې کوره شوي خلک لا بیرته ستانه شوي همنه دي، خو پاکستانی جنرالان د ابر قدرتونو تر منځه د محلی قراردادیانو په توګه د نیابتي جنګ اور د افغان/پښتون په کور کې بیا تودوي.

هغوی پوښتنه کوي چې پاکستاني جنرالان څنګه د ډیورنډ په کرښه د ترهګرو د تګ راتګ مخه نه شي نیولي خو په چمن، غلام خان، انګور اډه ، خرلاڅي او په سوونو نورو ځایونو کې دپښتنو د پیړیو په تګ راتګ او محلي تجارت باندې ناروا بندیزونه لګوي ؟

د پښتون ولس پیشنهاد دادی چې پاکستاني جنرالان دې په خپل ملک کې اول د افراطګرۍ او ترهګرۍ فابریکې وتړي، تر هغه وروسته دې بیا د ترهګرۍ د مخ نیوي خبرې کوي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو