د ملالې بنسټ: د ښځو له ګډون پرته د دوحې ناسته «مشروعیت» نه لري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته د ښځو له ګډون پرته «مشروعیت» نه لري او پرېکړې یې هم الزامي نه دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې هیڅ مذاکره د ښځو د ماناداره ګډون پرته مشروعیت نه لري.
دغه بنسټ په خپلې یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ناسته «بې مانا» او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف وه.
دغه بنسټ وړاندې ویلي، چې د افغان ښځو او مدني ټولنو د استازو د ګډون په اړه د دوی، نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو د فعالانو له غوښتنو سره، سره دغه ناسته د دوی له ګډون پرته پر مخ ولاړه.
ورته مهال ملالې یوسفزۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پر پیل هم اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي، له پاکستانه د افغانانو جبري اېستل او د طالبانو تر ظالمانه واک لاندې ژوند کول خورا خطرناک کار دی.
هغې لیکلي:« زه اندیښمنه یمه، چې دغه ډله‌ییز اخراج به تر ټولو ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړي.»
هغې وړاندې کاږلي:« د طالبانو د جنسیتي توپیر په واکمنۍ کې ښځې او نجونې د نه منلو وړ ناوړه چلند او ګواښونو سره مخ دي. له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شوې دي. د دوی خوندیتوب او حقونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.»
هغې له پاکستانه غوښتي، چې پر دې تګلارې دې له سره غور وکړي، افغان نجونې او ښځې دې د طالبانو له ظلمونو وژغوري؛ چې دوی وشي کړای په پاکستان کې په خوندي توګه ښوونځیو ته ولاړې شي.
ملالې یوسفزۍ د دوحې له ناستې وړاندې هم ویلي و، چې ملګري ملتونه دې خپله تګلاره بدله کړي.
ملالې ټینګار کړی و، چې د ښځو له حضور پرته د افغانستان په اړه هر ډول خبرې اترې هېڅ مشروعیت نه لري.
هغې له ملګرو ملتونو غوښتي و، چې د دوحې د درېیمې ناستې په جوړښت کې بدلون راولي.

نور خبرونه

رادیو