طالبان: نږدې دوه زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شوي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو زر او ۸۹۷ کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال تېره ورځ افغانستان ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه د (چنګاښ ۱۴مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۱۳مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۵۹۲ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.
همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ کې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۵ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.
دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (جولای تر درېیمې نېټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۳۷۴۲۷ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
په دغه راپور کې راغلي، د جون له ۲۱مې نېټې څخه د جولای تر درېیمې نیټې پورې له ۱۶۴۴۶ افغانانو له ډلې ۷۳۴۵ یې نارینه، ۴۷۳۲ یې ښځې او ۴۳۶۹ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت ویلي، په پام کې ده، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د جون په ۳۰مه پیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.