د اسټرالیا کرېکټ بورډ یوځل بیا ویلي، چې د ښځو د حقونو لپاره له افغانستان سره لوبې نه کوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴

اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو د پام وړ خرابوالي له امله درې ځله له افغانستان سره دوه اړخیزې سیالۍ لغوه کړې دي؛ خو یوازې د دغه دوه هېوادونو لوبډلې د نړۍوالو جامونو په لوبو کې سره مخامخې شوې دي.

د اسټرالیا د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نېک هاکلي له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر هغو به له افغان لوبډلې سره دوه اړخیزې سیالۍ ونه کړي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه پرمختګ نه وي راغلی.
د اسټرالیا د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نېک هاکلي وايي: «په دې اړه د افغانستان د کرېکټ بورډ سره منظمې خبرې اترې شوې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه خواوې به په راتلونکې کې یو له بل سره لوبې پیل کړي.»
په تېره میاشت کې د شل اوریز نړۍوال جام پر مهال د اسټرالیا په وړاندې د افغانستان تر بریا وروسته د اسټرالیا د کرېکټ مسلمان لوبغاړي عثمان خواجه وویل، چې د افغانستان په اړه د اسټرالیا د کرېکت بورډ دریځ «یوڅه مغرورانه» دی.
له اسټرالیا څخه د لوبې تر ګټلو وروسته د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په خپلو څرګندونو کې وویل،« کاش موږ د ستونزې د حل لپاره یوڅه کولای شوای.»
د اسټرالیا د کرېکت بورډ اجراییه رییس وايي:« افغانستان د نامتو لوبغاړو سره یې په زړه پورې ټورنمنټ ترسره کړ او افغانستان په ډېره لېوالتیا او روحیې سره لوبې وکړې.»
همدارنګه نوموړی وايي:«زموږ د دوه اړخیزو سیالیو په اړه، موږ د اسټرالیا د حکومت په ګډون د ښکیلو اړخونو سره په پراخه کچه مشورې وکړې او د بشري حقونو په اساس مو د افغانستان د کرېکت بورډ سره د خپلو ورستیو څو سیالیو د ځنډولو پریکړه وکړه.»
د اسټرالیا د کرېکټ بورډ اجراییه رییس وايي:« موږ د افغانستان د کرېکت بورد سره د نږدې اړیکې او منظمې خبرې اترې لرو او غواړو چې په ټوله نړۍ کې د نارینه او ښځینه دواړو لپاره کرېکټ وده ومومي. موږ د یوې کچې پرمختګ هیله لرو او د افغانستان کرېکت بورډ سره خبرو او اړیکو ته دوام ورکوو، چې موخه یې په راتلونکې کې د افغانستان په وړاندې دوه اړخیزه کرېکټ بیا پیلول دي.»
په ورته مهال تېره دوشنبې د افغانستان د کرېکټ ۱۷ ښځینه لوبغاړو د کرېکت نړۍوالې شورا ته په لیک کې لیکلي، چې په اسټرالیا کې د کډوالو د یوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
دغه لوبډله غواړي چې په اسټرالیا کې د ختیځې اسیا د کرېکت د دفتر له لوري اداره شي او نه غواړي د کرېکت بورډ تر بېرغ او د افغانستان د ملي لوبډلې په نوم یاده شي.
ښاغلی هاکلي وايي، موږ پوهېږو چې په اسټرالیا کې مېشتو افغان مېرمنو د کرېکت نړۍوالې شورا ته لیک لېږلی دی.
نوموړی زیاتوي:« دا د ای سي سي لپاره د غور کولو وړ مسله ده. موږ د جولای په میاشت کې په کولمبو کې غونډه لرو، او زه ډاده یم چې دا به د خبرو اترو موضوع وي. په استرالیا کې مېشتې افغانې مېرمنې د اسټرالیا د کرېکټ له ټولنې سره بوختې دي او له دې ټولنې څخه ښه ملاتړ ترلاسه کوي.»
د اسټرالیا د کرېکت بورډ له لوري د افغان ملي لوبډلې سره د دوه اړخیزو سیالیو تر لغوه کېدو وروسته د راشد خان او نوین الحق په ګډون یو شمېر هغه افغان لوبغاړي چې د اسټرالیا په سوداګریزو سیالیو بېګ باش کې لوبېدل د اعتراض په ډول په دغه لیګ کې له لوبېدو ډډه وکړه.

نور خبرونه

رادیو