په دایکنډي کې ښځو ته د طالبانو ګواښ: که «عربي حجاب» وانه غوندئ سخته سزا به درکړو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا د یوې خبرتیا پر بنسټ، ښځو ته امر شوی چې «عربي او اسلامي حجاب» واغوندي او په عامه ځایونو کې دې نه لرې کوي.
طالبانو په دغه ولایت کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې «که امر یې ونه مني سزا به ورکړي او بندیانې به شي.»

دا خبرتیا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او یوې سیمه ییزې سرچینې د هغې ریښتینولي تایید کړې. دغې سرچینې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، چې په دایکنډي کې طالبانو څو ځلې ښځو ته د حجاب د نه اغوستلو له امله خبرداري ورکړي او ګواښونه یې کړي دي.
د طالبانو امر بالمعروف په خبرتیا کې راغلي چې ښځې بايد له کوره د وتلو پر مهال «عربي او اسلامي حجاب» واغوندي تر هغې چې کور ته راځي، او «هېڅ ښځه حق نه لري چې خپل حجاب په بازار، ښوونيزو مرکزونو او عامه ځایونه کې لرې کړي.»


په دایکنډي کې ښځو ته د طالبانو وروستی وخت د چنګاښ په ۱۵ پای ته رسیږي.
طالبانو خبرداری ورکړی، چې که کومې ښځې د دوی امر ونه مانه، نو «سزا به ورکړي او زنداني به شي.»
تر دې مخکې طالبانو په دايکنډي کې له ملایانو او ديني عالمانو غوښتي وو چې پر ښځو د طالبانو د خوښې وړ حجاب په اغوستلو کې همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو