پاکستانۍ رسنۍ: د جولای تر ۳مې نېټې د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر څه باندې ۶۳۷زرو ته رسېدلی

۲ ورځې مخکې

پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د جولای تر ۳مې نېټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۳۷۴۲۷ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

راپور کې راغلي، د جون له ۲۱مې نېټې څخه د جولای تر درېیمې نیټې پورې له ۱۶۴۴۶ افغانانو له ډلې ۷۳۴۵ یې نارینه، ۴۷۳۲ یې ښځې او ۴۳۶۹ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه ۴۳۲ کورنۍ افغانستان ته په ۴۹۶ موټرو کې ستنې شوې دي.
تر دې درې ورځې وړاندې د الجزیرې په یوه خپور شوي راپور کې راغلي و، پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د لېږلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.
ویل شوي و، چې د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو به راروانه یکشنبه پیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو دوی به د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.
له بل پلوه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم تېره اونۍ ویلي و، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د ۵ مېلیونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي دي.
هغه په خپل یوه خپور شوي بیان کې ویلي و، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

نور خبرونه

رادیو