طالبان: بامیان کې مو زدکوونکو ته د «شرعي حجاب» پر مراعتولو ټینګار کړی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1f0ad698d5dc4aabfbfcf0066b1491f18151bff7-480x332.jpg?rect=0,31,480,270&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یاد وزارت اړوندو محتسبینو د دولتي او خصوصي ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو ته سپارښتنې کړې چې «شرعي حجاب» له پامه ونه غورځوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د چهار شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بامیان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ورغلي او هلته یې ښوونکو او زدهکوونکو ته د «شرعي حجاب» د مراعتولو په اړه سپارښتنې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د محتسبینو له قوله لیکل شوي، چې «شرعي حجاب» مراعتوال له منکراتو څخه د ځان ساتلو په مانا دي.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایا له شپږم ټولګي ښکته پر ماشومو زدهکوونکو «شرعي حجاب» مراعتول لازم دي؟
د طالبانو د دغه وزارت له لوري پر ښځو او نارینه ځوانانو د سختو قوانینو پلي کولو تر څنګ په عام محضر کې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو له امله د بشري حقونو ملاتړي سازمانو پر طالبانو د بشري حقونو پر نه مراعتوالو سختې نیوکې کوي.
خو طالبان وايي، دوی غواړي پر خلکو شرعي قوانین پلي کړي.