له ۳ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، له درې زرو څخه د ډېرو افغان کډوالو ترڅنګ ۱۳ تنه هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان وو، د انټرپول پولیسو له لوري تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو وزارت له لوري د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ ۱۳ تنه هغه افغان کډوال چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو، د انټرپول پولیسو له لوري تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغانان له یوې میاشتې څخه تر ۱۰ کالو پورې بندیان وو.
همدارنګه یاد وزارت وايي، تېره ورځ ۳۲۵۵ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د ابریښم پل، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شول.
د کډوالو وزارت وايي، د یادو کډوالو له ډلې ۹۰۸ تنه له پاکستانه په زور او همدارنګه ۲۳۴۷ تنه له ایرانه په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د دغه وزارت په خبره، یاد کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړ پاکستان په پام کې لري چې په دغه میاشت کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې به له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه و اېستل شي.

نور خبرونه

رادیو