ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر: د افغان ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلاره اسلامي نه ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۳

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي، طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تګلارې په اسلامي معیارونو توجیه کوي، خو «اسلامي نه دي.»
واسیلي نیبنزیا ویلي، ډېر اسلامي هېوادونه هڅه کوي، چې د طالب مشرانو سر ورخلاص کړي، خو دوی غوږ نه نیسي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر د دوشنبې په ورځ وویل چې مسکو له طالبانو سره د افغان ښځو او نجونو د مسلو په اړه خبرې کوي، خو دغه ډله د ښځو او نجونو په اړه خپل نظر لري چې دی ورسره موافق نه دی.
نیبنزیا وویل: «حقیقت دا دی چې موږ په افغانستان کې له طالبانو سره مخامخ یو. دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تګلارې د اسلامي اصولو پر بنسټ توجیه کوي، چې په حقیقت کې اسلامي نه دي.»
د روسیې سفیر ویلي طالبان د اسلامي هېوادونو د مشرانو خبرو ته غوږ نه نیسي چې غواړي دغې ډلې ته په اسلام کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه وضاحت ورکړي. نبنزیا وویل: «مهم ټکی همدا دی او ستونزه همدا ده.»
طالبانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه له تبصرو ډډه وکړي، د دغې ډلې په باور ځکه دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
ذبیح الله مجاهد د دوحې په درېیمه غونډه کې یادو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل به یو ځل بیا په هېواد کې بحران رامنځته کړي. خو هغه روښانه نه کړه، چې ولې به بحران رامنځته کړي.
د مخکیني حکومت د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څخه مخکې په هیواد کې د میلیونونو زده‌کوونکو له ډلې شاوخوا ۳۶ سلنه یې نجونې وې.

نور خبرونه

رادیو