طالبان: له دوه زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

دغه وزارت وايي، دوه زره او ۴۵۰ کډوال په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نیټه د نمیروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۳۲۳ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځو کې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۳ تنه کیږي دکندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه شول.

د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۴ تنو ته رسېږي د ننګرهار تورخم له لارې راستنې کړل شوې دي.

طالبان وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د الجزیرې خبري شبکې راپور خپور کړی، چې پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.

ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د جون په ۳۰مهپیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

نور خبرونه

رادیو