د طالبانو له خوا ښوونکو ته د تنخا ځنډېدو د نجونو د ابتدايه ښوونځیو د بندېدو وېره پیدا کړې

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲

په خوست او ننګرهار کې د نجونو د ابتدایه ښوونځیو ځینې ښوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې تر امرثاني یې مو معاشونه ځنډېدلي دي.

د طالبانو دې پرېکړې سره وېره پیدا شوې چې ممکن په دې پلمه د نجونو لومړني ښوونځي هم وتړي.

د طالبانو پوهنې وزارت منسوب مکتوب کې هم ویل شوي چې د ښځینه ښوونکو تنخا دې د سیسټم تر جوړېدو وځنډول شي.

په خوست او جلال اباد کې ځینې ښوونکو د دې مکتوب په تایید سره نن وویل، تېره ورځ ورته د پوهنې ریاستونو ورته یوازې تنخا د ځنډېدو خبره کړې خو دندې ته د نه حاضرېدو په اړه څه ورته نه دي ویل شوي.

دغه ښوونکې وايي چې د معاشونو ځنډېدل په دې معنا دي چې دوی خپلې دندې ته حاضرې نشي.

دوی اندېښنه لري، چې د تنخا له ځنډېدو سره به د نجونو ابتدایه ښوونځي هم وتړل شي.

شبانه مستعار نوم چې د خوست په مرکز کې د نجونو په ښوونځي کې ښوونکې ده، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې « د پوهنې ریاست لخوا راته تلفون وشو، چې معاشونه یې تر امرثاني پورې بند شوي دي، دا بد خبر مو چې واورېد نو فکر ته مو دا خبره راغله چې د نجونو پر مخ له شپږمه پورته د زدکړو بندېدل هم تر امرثاني پورې کالونو تېرشول خلاص نشول.»

ښوونکې نیوکه کوي، چې دا یوازې د طالبانو یوه پلمه یا بهانه ده.

په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې ریاست یو مامور افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی ته یوازې دومره ویل شوي چې ښوونکو ته د تنخا ځنډېدو خبر ورکړي، خو دا نه دي ویل شوي چې که خپلو دندو راشي، نو ستونزې له حل وروسته به د تېرو میاشتو تنخا هم ور کړل شي که نه.

د طالبانو پوهنې وزارت مکتوب

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت اړوند یو مکتوب چې ددې ډلې د پوهنې وزیر لاسلیک کړی، پکې لیکل شوي دي چې د ملا هبت الله د وروستي فرمان له مخې د ټولو ښځینه کارکونکو تنخا دې ۵ زره افغانۍ شي.

د طالبانو پوهنې وزارت په دغه مکتوب کې بیا راغلي چې په دغه وزارت کې له پخواني سیستم نوي سیستم ته د بدلون لپاره وخت ته اړتیا ده.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د دې مکتوب د عملي کېدو امر کړی، چې د پوهنې وزارت مالي او حسابدارۍ ریاست رییس ورته د عملي کېدو لاسلیک کړی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په وروستیو کې یو فرمان ورکړ چې له دې وروسته د ښځینه ډاکترانو په شمول د ټولو دولتي مامورینو معاشونه دې ۵ زره افغان وټاکل شي.

د ملا هبت الله دا پرېکړه په کابل او یو ولایتونو کې د ښځینه کارکوونکو له غبرګون سره مخ شوې او وېره شته چې د طالبانو دې پرېکړې له امله دوی له خپلو دندو لاس په سر شي.

نور خبرونه

رادیو