افغان ښځینه کرېکټرانو په یو لیک کې له ای سي سي غوښتي چې د کډوالو ټیم ورته جوړ کړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱

د افغانستان د ښځینه کرېکټ پخوانۍ لوبډلې ۱۷ غړو د کرېکټ له نړۍوالې شورا په یو لیک غوښتي چې په استرالیا کې د کډوالو د یوې لوبډلې په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

دغو میرمنو له ای سي سي غوښتي چې د افغان مېرمنو د کرېکټ ارمان په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د یو بېرغ لاندې د افغان نارینه کرېکټ لوبغاړو سره لوبه وکړي.

د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله له جوړېدو ۱۱ کاله وروسته په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته منحل شوه.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې طالبان واک ته ورسېدل.

طالبانو د پراخو نیوکو سربېره؛ د کرېکټ په ګډون په ټولو ورزشي فعالیتونو کې د ښځو له ګډون مخنیوی وکړ.

د افغانستان د کرکټ پخوانیو لوبغاړو د ای سي سي مشر ګریګ بارکلي ته په یوه لیک کې ویلي، چې غواړي د کډوالو په توګه لوبه وکړي او د کرکټ له نړۍوالې ادارې یې د مرستې او مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په لیک کې راغلي: "د دې ټیم جوړېدل به ټولو هغو افغان مېرمنو ته چې غواړي سره راټولې شي، اجازه ورکړي چې د خپل هېواد په استازیتوب د یو بیرغ لاندې لوبه وکړي."

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان يو شمېر ښځينه لوبغاړې بهر ته کډوالې شوې دي.

د افغان مېرمنو د فوټبال او کرېکټ ټیمونو ډېری لوبغاړي د استرالیا، امریکا او کاناډا په څیر هېوادونو کې مېشتې دي.

په لیک کې راغلي: "موږ له ای سي سي غواړو چې په اسټرالیا کې د کډوالو د ټیم په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي."

په لیک کې ټینګار شوی، چې دوی اوس مهال دافغانستان د کرېکټ بورډ له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي؛ خو بیا هم غواړي د افغانستان ځوانو نجونو ته د روزنې فرصت ورکړي چې په لوړه کچه د کرېکټ لوبې روزنه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې ای سي سي به د افغانستان ښځینه کرکټ تر هغه وخته په رسمیت ونه پېژني تر څو چې د افغانستان کرېکټ بورډ یې بیا د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپیژني.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا هر غړی هېواد اړ دی چې د کرېکټ نارینه او ښځینه لوبډله ولري؛ خو افغانستان دا مهال یوازې نارینه لوبډله لري.

د يادونې وړ ده، اسټراليا د ښځو د سپورټي ټيمونو په رسميت پېژندلو په اړه د طالبانو د پرېکړې له امله دوه ځلې له افغان نارينه و کرېکټ لوبډلې سره د لوبو له کولو ډډه کړې ده.‌

په دغه لیک کې راغلي: "د دې لوبډلې له لارې به موږ د ټولو افغان مېرمنو استازیتوب کوو چې د کرېکټ لوبې لېواله دي خو په افغانستان کې کرېکټ نه شي کولی.

لیک وړاندې کاږي: "د کډوالو د ټیم په جوړولو کې زموږ موخه د خپل استعداد وده او ښودل دي، په دې توګه مونږ په افغانستان کې پاتې میرمنو ته هیله مندي ورکولای شو او د هغوی ننګونو ته د نړۍ پام وراړولای شو."

په لیک کې راغلي: "یوه ژوره خواشیني دا ده چې موږ د ښځو په توګه د نارینه کرېکټرانو په څیر د خپل هیواد استازیتوب نشو کولی."

طالبانو درې کاله وړاندې واک ته له رسیدو وروسته، له شپږم ټولکي پورته ټولې نجونو له ښونځیو او پوهنتونو بې برخې کړل او ښځو نه یې په نړۍوالو بنسټونو کې د کارکولو حق واخیست.

دغې ډلې د بیلابیلو فرمانونو په صادرولو سره ورځ تر بلې د افغان مېرمنو ژوند او ازادي محدوده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو