د کابل ښار اتمې حوزې اړوند د رحمان مېنې لېسې ښځینه ښوونکو کاربندیز کړی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱

له کابله سرچینې وايي، چې د دغه ښار د اتمې حوزې اړوند د «رحمان مېنې د نجونو عالي لېسې» ښځینه ښوونکو د ښځینه دولتي کارکوونکو د معاشونو کموالي په اعتراض کې کاربندیز کړی دی.

دغه ښوونکې وايي، په پنځه زره افغانۍ چې ۷۰ ډالره کیږي د ژوند لګښتونه نه شي پوره کولی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د رحمان مېنې د نجونو د عالي لېسې ښځینه ښوونکو د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۱مه) له خپلو زده‌کوونکو غوښتي چې خپلو کورونه ته ولاړ شي او په دې ښوونځي کې درس نه وو.

دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې د څلورو روغتونونو د کابل صحت طفل، ستوماتولوژي، شیخ زاهد او وزیر اکبرخان روغتونونو ښځینه کارکوونکو هم د پنځه زره افغانیو معاش د اعلان په غبرګون کاربندیز کړی وو.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د طالبانو د چارو ادارې خپلې مالي برخې ته په یوه استولي مکتوب کې لیکلي و، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو میاشتنی معاش پنځه زره افغانۍ ټاکلی دی.

نور خبرونه

رادیو