له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیلیږي

۶ ورځې مخکې

د الجزیرې خبري شبکې د یو راپور له مخې؛ پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د لېږلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.

ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو د یکشنبې په ورځ پیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې ۵۴۱ زره افغان کډوال له پاکستانه وتلو ته اړ شوي‌ وو.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو دوی به د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.

د پاکستان حکومت د کډوالو د ویستلو په لومړي پړاو کې ادعا کړې وه، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې ۱.۷۳ میلیونه یې اسناد نه لري.

د پاکستان حکومت وايي، چې دغه کډوال د امنیتي اندېښنو او سخت اقتصادي وضعیت له امله له پاکستانه وباسي.

پاکستان افغان کډوال په داسې حال کې له خپله هېواده وباسي، چې په پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د پاکستان حکومت د بریدونو پړه په افغانستان کې مېشتو ډلو وراچوي، هغه تور چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا رد شوی دی.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازې فلیپا کینډلر الجزیرې ته وویل، چې پاکستان باید د هغو بې اسنادو افغانانو هویت وګوري، چې له دغه هېواده ایستل کېږي، ځکه ډېری یې "نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري".

هغې وویل: "دوی کډوال دي. دوی په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس نه لري. دوی یوازې هغه خلک دي چې له ګواښونو تښتیدلي او محافظت ته اړتیا لري. که کوم افغان اتباع په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وي، باید جلا چلند ورسره وشي".

د الجزیرې خبریال کمال حیدر چې د پېښور ښار د خزانې د کډوالو له کمپ څخه لیدنه کړې، چیرې چې شاوخوا ۱۳۰۰ افغان کورنۍ ژوند کوي، وايي، چې کډوالو له نړۍوالې ټولنې او د پاکستان له حکومته غوښتي، چې دوی ته نور وخت ورکړي چې «په باعزته توګه خپل وطن ته ستانه شي». .

هغه وايي: "دوی شکایت کوي چې د شپې په تیاره کې د دوی کورونه تالاشي کیږي. دوی په ډېر بد حالت کې د دې هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. دا ډېره ستونزمنه وه چې په یو هېواد کې د ټول عمر له تېرولو وروسته بیا په زور وایستل شي".

پاکستان د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون لاسلیک کوونکی نه دی، چې د کډوالو د حقونو ساتنه کوي.

دغه هېواد د کډوالو د ساتنې لپاره کورني قوانین او همدارنګه د هغو کسانو د وضعیت د معلومولو لپاره طرزالعملونه نه لري چې په خپلو هېوادونو کې د نړۍوال خوندیتوب په لټه کې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د ځورونې د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو