د افغانستان د دښمنانو یا افراطي ډلو او د سیمې د استخباراتو لویه ستراتیژي دا ده، چې څنګه افغانان سره جدا وساتي او بیا یې یو پر بل ووهي.

دا د تېرو څو لسیزو د شواهدو او کړنو په اساس مستنده خبره ده.

د دې لپاره چې افغانان وویشل شي؛ نو دوی باید متعصبې کړۍ او کمېشنکاران استخدام او تقویه کړي؛ تر څو افغانان لومړۍ د ژبې او سمت په نومونو، بیا یې د قومونو، خیلونو، ښاریانو او اطرافیانو، مذهب او په نورو ډلو وویشي.

قومي متعصبې کړۍ:

د استخباراتي ډلو یوه ستراتیژي دا ده، چې د قومي او ژبني متعصبینو او کمېشنکارانو له لارې د افغانانو تر منځ وېره او نفرت ایجاد کړي؛ تر څو افغانان ونه شي کړلی، چې د یو بل سره خبرې او تفاهم وکړي.

د بیلګې په توګه دغه قومي او ژبني متعصبینو او کمېشنکارانو، داسې وېره ایجاد کړې که پښتانه د غیرو پښتنو سره په ښه نیت هم کیني، په دې یې محکوموي چې ته ولې له لنډغرو سره کینې؟ او که غیر پښتانه له پښتنو سره کیناستل، په دې یې محکومي چې ته ولې له ترورستانو او انتحاریانو سره کینې؟

په هغوي بحث نه کوو، چې په ړندو سترګو د دغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.

تناقض په خبرو کې دا دی، چې له یوه خوا وایو: مونږ باید ملي فکر ولرو، د ملي وحدت لپاره کار وکړو او افغانان باید په یوه ټغر سره راټول شي.

خو له پلوه بیا هغه کسان چې د هر قوم څخه دي او د ملي فکر لپاره کار کوي، دوی د لنډغرو او قومي متعصبینو پورې تړي او یا یې د انتحاریانو د پلویانو په نوم بدناموي.

په دې توګه افغانانو په خپل لاس دا ولس د ترورستانو او یا لنډغرو په نومونو په خپلو منځو کې سره ویشلي او دنیا ته په دې نوم معرفي کړیدي.

د افغانستان د دښمنانو د ستراتیژی او ړندو افراطي تایید کوونکو او مخالفینو، د ژبې او قوم په نوم د کمیشنکارانو د نیوکو او هاها په وسیله افغانانو ته دوه بدیله ورکړل شوي دي؛ یا به د قومي جنګسالارانو تایید کوي او یا به د دیني او مذهبي افراطیانو.

دغه افراطي قومي متعصبین او کمېشنکاران د خپلو شخصي ګټو لپاره افغانان نه پرېږدي چې په دریيمه بدیله لاره سره راټول او فکر وکړي.

که په دې وختونو کې د دواړو خواو ملاتړ نه کوې؛ نو افغانانو ته دریېمه بدیله لار دا ده، چې په کور کرارې کینی، خپلې برګرې او شوړمبې وخورې او هېڅ ونه کړي.

ملي تفکر او یووالی:

د یو شمېر مخلصو افغانانو چې په واقعي توګه په ملي وحدت او ملي ارزښتونو باور لري، د قوم او ژبې په نوم کمېشنکاري نه کوي، د افغانستان د دښمنانو په دغه ستراتیژی یې سر خلاص دی، خپلې هلې ځلې کوي.

دوی د افراط او تفریط ملاتړ نه کوي او په دې باور دي، چې څوک په افغانستان کې اوسي، ټول افغانان دي او د قانون په چوکاټ کې ټول مساوي حقوق لري.

تاجک، پښتون، هزاره او ... باندې وېشل ورته پردۍ دسیسې ښکاري.

دا افغانان باید د یو څو د ګوتو په شمېر د قوم او د ژبې په نوم د کمېشنکارانو او متعصبینو په خوله د یو او بل قوم توهین او سپکاوې ونه کړي.

د قومي ټیکه دارانو او قومي او ژبني کمېشنکارانو په خاطر د افغانستان په ټولو قومونو باندې د فاشیست، لنډغر، انتحاري او په نورو نومونو ټاپې ونه لګول شي؛ ځکه همدغه ټاپو، پپولیستي سیاست، قومي او ژبني تعصباتو افغانستان خراب کړی او دغه حالت ته یې رسولې دی.

د واقعي ملي فکر خاوندان باید د ملي منافعو په چوکاټ کې د ملي ډیالوګ او خبرو په خاطر له هر چا سره کیني، غونډې وکړي او د چا د مرده باد او زنده باد پروا ونه لري.

چا چې خپله مبارزه په شعوري توګه د ځان لپاره ټاکلې، هغوی له چا څخه پاداش نه غواړي او نه د خپل فکر د عملي کولو لپاره ستړي او مایوسه کیږي.

حل لار:

افغانان باید پوه شي؛ هغوي چې د ډیالوګ او خبرو مخالفت کوي، په حقیقت کې همدوی د جنګ لپاره تبلیغ کوي او جنګ ته زمینه مساعدوي ځکه د نه خبرو او ډیالوګ بدیل جنګ دی او جنګ د افغانانو په خیر نه بولو.

په افغانستان کې تر اوسه ولس مطرح نه دی. د افغانانو استازولي د درېیو برخو له خوا کیږي. د طالبانو حاکمه ډله چې د ټوپک په زور ظلم او زیاتی کوي، په مقابل کې جنګي ډلې یا د جنګ پلویان او درېیمه ډله همدا قومي او ژبني متتصبین او کمېشنکاران دي، چې د ټولنیزو، صوتي او چاپي رسنیو له لارې د جنګسالارانو، افراط او تفریط د تقویې او د افغانانو تر منځ تفرقې اچولو لپاره فعاله دي.

د دې تر څنګ په غیر شعوري توګه یو شمېر ځوانان د داغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.

‏اصلي خبره دا ده، که افغانان غواړي چې د افراط او تفریط څخه خلاص شي؛ نو بهتره لاره معناداره ډیالوګ دی، چې د افغانستان ولس ته د پرېکړې زمینه مساعده شي تر څو د افغانستان د ټولو مسایلو په هکله لکه؛ اساسي قانون، د واک تر لاسه کول، د قانون تطبیق او داسې نورو مسایلو په هکله پریکړې وکړي.

د دې لپاره چې افغانستان د ځنګل له قانون څخه ووځي د عامه افکارو په تنویر او د جګړو د رامنځته کېدا ټولې لارې چارې باید نفې شي.

پر خبرو او ډیالوګ د باور رامنځته کېدا لپاره په شعوري او غیر شعوري ډول کار وشي او دا مفهوم تفهیم شي، چې افغانان ټول د یوې سیاسي جغرافیې اوسېدونکي دي؛ انتحاري، لنډغر او په نورو نومونو جلا شوي او کنځل شوي خلک د دې وطن برخه ده او نوم ورکوونکي بهرنۍ استخباراتي کړۍ دي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو