طالبان: له ۱۵ سوو ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، راستانه کړل شوي کسان د نیمروز د ابرېښم پل له لارې له ایرانه او د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو څخه له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ د نیمروز ولایت د ابرېښم پل له لارې نږدې زر کسان هېواد ته راستانه کړل شول.
یاد وزارت لیکلي، چې په دغو کډوالو کې د درېیو بې سرپرسته ماشومانو په ګدون کورنۍ او مجردان چې شمېر یې ۹۹۲ تنو ته رسېږي په زور او خپله خوښه له ایرانه راستانه کړل شول.
همدارنګه دغه وزارت وايي، په همدې ورځ ۷۷۷ تنه د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شول.
د کډوالو وزارت د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو له قوله لیکلي، ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۰ تنو ته رسېږي د سپین بولدک او ۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارو په زور له پاکستانه، افغانستان ته ورستانه کړي دي.
طالبان وايي، دغه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندلي دي.
د طالبانو د کډوالو د او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېره اونۍ کې له پاکستان او ایرانه څه د پاسه ۱۳ زره افغان کډوال هېواد ته ورستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او پاکستان حکومتونه ادعا کوي هغه افغانان چې په دغو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل افغانستان ته ستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو